عبدالله : داعش په وروستیو میاشتو کې د هېواد په ختیځ او شمالی برخوکې ځپل شوی

  • خپرول: ۱۸ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 40940

اجرایی مشر عبدالله عبدالله دغه ادعا چې ګواکې په افغانستان کې دداعش ډلې په وړاندې جدی مبارزه نه ترسره کېژی ، بې اساس بولی او وایی چې دغه ډله په وروستیو میاشتو کې د هېواد په ختیځو او شمالی برخوکې ځپل شوې او د هغې ځېنې مشران هم وژل شوی دی.
عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل چې دداعش ډلې د ځپلو په موخه دیادې ډلې فعالیت پیل راهیسې د امنیتی ځواکونو له لورې جدی مبارزه ترسره شوې ده.
دی وویل: دداعش سره د ټولو مبارزو او هڅو سربېره، اوس هم دا ذهنیت شتون لری چې حکومت دیادې ډلې سره د مبارزې هوډ نه لری. باید ووایم چې دا ډول لیدلوری بې اساس دی. خلک او امنیتی ځواکونو به د یادې ډلې په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړی او موژ په دې برخه کې شک نه لرو چې د خدای په مرسته دغه ډله به زموژ د خلکو په منځ کې ځای ونه لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40940

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *