عبدالله: حکومت عادلانه سولې ته د لاسرسی څخه ملاتړ کوی

  • خپرول: ۱۹ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 107941

د هېواد اجرایی مشر ډاکټر عبدالله له جنرال اسکاټ میلر سره په لیدنه کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت یوې تلپاتې او عادلانه سولې ته د لاسرسی څخه ملاتړ کوی.
ده تېره ورځ په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو له قوماندان سره په لیدنه کې زیاته کړه په ورته حال کې چې د افغانستان حکومت له سولې ملاتړ کوی، د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونه هم چمتو دی ترڅو د هېواد له ځمکنی بشپړتیا او ملی حاکمیت څخه دفاع وکړی.
د اجرایی ریاست خبرپاڼه د ښاغلی میلر په حواله لیکلی چې د غوڅ ملاتړ ځواکونه هم د سولې د ټینګښت په موخه له هڅو ملاتړ کوی.
جنرال میلر په دې کتنه کې ډاډ ورکړ چې د غوڅ ملاتړ ځواکونه همداشان د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو ترڅنګ شتون لری او له دې ځواکونو اوږدمهال ملاتړ ته دوام ورکوی. داپه داسې حال کې ده چې اسکاټ میلر تېره اونۍ د طالبانو او امریکا ترمنځ د پنځم پړاو مسقتیمو خبرو په پیل کې له ملا عبدالغنی برادر او نورو طالب استازو سره په دوحه کې لیدنه کړې وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=107941

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *