عبدالرؤف ابراهیمی د پزې له عملیات وروسته د ولسی جرګې په استازیتوب هندی ډاکټر ته ستاینلیک ورکړی دی

  • خپرول: ۲۷ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 5550

تاند – د افغانستان د ولسی جرګې رییس عبدالرؤف ابراهیمی په هند کې د خپلې پزې له عملیات څخه وروسته خپل معالج ډاکتر ته د ولسی جرګې له خوا ستاینلیک ورکړی دی.

د ستاینلیک ګڼه ۱۴۸۳ ده او په ۶/۸/۱۳۹۴ نېټه صادر شوی دی.

د ټولنیزو رسنیو افغان کارکوونکیو د ولسی جرګې د مشر له خوا دغه کار شرموونکی ګڼلی دی او غوښتنه یې کړې چې ملی ارزښتونه دې خوندی او له شخصی استفادې څخه وژغورل شی.

اباسین بریال په خپله فیسبوک پاڼه لیکلی، « د ولسی جرګې مشر عبدالروف ابراهیمی په هند کې د پزې عملیات کړی، بیا یې هندی ډاکتر ته تقدیرنامه ورکړې. ښایی ریس صیب د تقدیرنامو فارمټ ځان سره ګرځوی. کوم خاص معیار، موقعیت او پروسیجر نشته، بس هرځای مو چې وکیل دلاسا کړ تقدیرنامه ځنې اخستی شی. هندی ډاکتر دا تقدیرنامه له ځان سره معاینه خانه کې اېښې او هر افغان مریض ته وایی، ما دې لا هغه ریس درتداوی کړی او جوړ شوی.»

ښاغلی بریال خپله لیکنه په دې پای ته رسولې چې، «#وطن_وژغورئ. اول یې له بې عزتو، عزت وژغورئ.»

د چین د نړیوالې راډېو د پښتو څانګې یوه ویاند خالد وردک لیکلی، «ههههه د دې تقدیرنامو لړۍ تر بیجینګه هم رارسېدلې، څه موده مخکې د مشرانو جرګې مشر زموږ یوې همکارې ته تقدیر نامه رالېږلې وه.»

ښایسته خان ابراهیم خېل لیکلی، « تقدیر نامی یی دومره بی قدره کړی چی وکیل څنګ ته ګړه یوه مړی ډو ډی د ورګړه تقدیر نامه واخله.»

ویل کیږی چې عبدالرؤف ابراهیمی هم په وروستیو کالونو کې د نورو جنګسالارانو په څېر کافی اندازه شکونې کړی، او د پټو او ښکاره شتمنیو تر څنګ یې په ۲۰۱۴ کال کې (په دې هکله معلومات) د خپلې کورنۍ له ۱۲ غړو سره یوځای په یوه خارجی سفر کې د ملت له بودجې نه خواوشا څلوېښت زره ډالر لګولی وو چې په ولسی جرګه کې یې سخت بحث راوپاراوه.

اړوند مطالب


د ولسی جرګې غړی وایی، د کابل تر حملې مخکې ولسمشر د خونړیو پېښو خبرداری ورکړی و


ولسمشر غنی له مشرانو جرګې وغوښتل چې د ولسی جرګې په شان امنیتی موافقې تصویب کړی


سناتوران: د ولسی جرګې تلویزیون باید د مشرانو جرګې د غونډو جریان هم خپور کړی


ولسی جرګې د سترې محکمې د عالی شورا د غړې په توګه انیسه رسولی تایید نه کړه

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=5550

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *