عاصمه جهانګیر په لاهور ښار کې خاورو ته وسپارل شوه

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 44919

د پاکستان د بشری حقونو مدافع او وکیله عاصمه جهانګیر نن سې شنبه په لاهور ښار کې خاورو ته وسپارل شوه.

مېرمن جهانګیر د زړه د سکتې له امله د ۶۶ کلنې په عمر د تېرې یکشنبې په ورځ مړه شوه.

د لاهور ښار د قذافی په ستډیوم کې د مېرمن جهانګیر د جنازې په مراسمو کې د هغې د کورنۍ د غړو، ملګرو، وکیلانو، سیاستوالو، روڼ اندو او د بشری حقونو د فعالانو په ګډون، زرګونه کسانو ګډون کړی و.

جهانګیر چې په پاکستان کې دننه او په نړیواله سطحه د بشری حقونو یوه مخکښه څېره ګڼل کېده، د ۱۹۸۰ کلونو په موده کې د مبارزې په خاطر زندانی شوې هم وه.

هغه د پاکستان د بشری حقونو د کمېسیون یوه بنسټ ایښودونکې او د پاکستان د سترې محکمې د وکیلانو د اتحادیې مشره وه.

له مېرمن جهانګیر دوه لوڼې او یو ځوی پاتې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44919

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *