عارف علوی، د غاښونو له ډاکټرۍ تر ولسمشرۍ پورې

  • خپرول: ۱۳ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 81303

ښاغلی علوی د پاکستان کراچۍ ښار کې د ډاکټر حبیب الرحمان علوی کره زېږېدلی

د انځور حقوق
AFP / GETTY

Image caption

ښاغلی علوی د پاکستان کراچۍ ښار کې د ډاکټر حبیب الرحمان علوی کره زېږېدلی

د پاکستان نوی ولسمشر عارف علوی وایی، په بدن کې یې اوس هم هغه مرمۍ ټومبلې پاتې ده، چې د پاکستان پخوانی پوځی ولسمشر جنرال ایوب خان د حکومت پر مهال یې د ولسواکۍ لپاره د احتجاج پر مهال پر تن لګېدلې وه.

نوموړی هغه مهال (۱۹۶۹ کال) د پنجاب پوهنتون اړوند طب پوهنځی کې د غاښونو درملنې برخې محصل و او په ورته مهال یې د محصلینو ټولنې مشری هم کوله.

ښاغلی علوی د پاکستان کراچۍ ښار کې د ډاکټر حبیب الرحمان علوی کره زېږېدلی او د عمران خان په مشری تحریک انصاف ګوند کې له ګډونه مخکې د دوی کورنۍ د جماعت اسلامی ګوند سیاسی فعالان وو.

د ښاغلی علوی پلار هند کې ډېنټیسټ یا د غاښونو درملنې ډاکټر و، چې د هند له وېشه وروسته له کورنۍ سره پاکستان ته لاړ. عارف علوی وایی، پلار یې د هند لومړنۍ لومړی وزیر جواهر لال نهرو د غاښونو درملنه کوله او له هغه سره تبادله شوی لیکونه یې اوس هم ساتلی دی.

ډاکټر عارف علوی د پاکستان نوی ولسمشر وټاکل شو

عمران خان د پاکستان د ۲۲ لومړی وزیر په توګه لوړه وکړه

عارف علوی ۱۹۷۹ کال کې لومړی ځل ټاکنو کې برخه اخیستو ته چمتو شو، خو د جنرال ضیاالحق د پوځی کودتا له کبله هغه مهال ټاکنې و نه شوې او نوموړی بېرته خپل مسلک ته ستون شو.

هغه د وخت له تېرېدو سره له جماعت اسلامی لرې شو او یو مهال یې پر دغه ګوند د نیوکې په ترڅ کې وویل:

دوی به ویل چې د پاکو او چټلو اوبو مساله به هم د اسلامی نظام له راوستلو وروسته حل کوی.

د انځور حقوق
AFP / GETTY

Image caption

عارف علوی ۱۹۷۹ کال کې لومړی ځل ټاکنو کې برخه اخیستو ته چمتو شو، خو د جنرال ضیاالحق د پوځی کودتا له کبله هغه مهال ټاکنې و نه شوې

۱۹۹۶ کال د تحریک انصاف په موسسو غړیو کې شامل شو، د ګوند تنظیمی اډانې په رغاونې او (نوی پاکستان) په نامه منشور لیکوالو کې هم شامل و. نوموړی دغه ګوند کې خپل سیاسی سفر د ګوند له لوری د سند ایالت صوبایی یا ایالتی مشر په توګه پیل کړ، ۲۰۰۱ کال د ګوند مرکزی مرستیال مشر شو او ۲۰۰۶ کال کې د ګوند عمومی منشی په توګه وګومارل شو.

نوموړی ۲۰۱۳ کال پورې په همدې حیثیت کار وکړ. د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې ښاغلی علوی د کراچۍ له یوې سیمې لومړی ناکام او له احتجاجونو او د رایو له بیا شمېرنې وروسته بریالی وبلل شو.

عارف علوی د تحریک انصاف له هغو مشرانو بلل کېږی، چې د خیر ښېګړې په چارو کې د فعالیت تر څنګ پر خواله رسنیو کې هم فعال دی او د ټیت میسټرو په نامه یې بلاګ لیکنه هم کوله.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=81303

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *