عاجل خبر: د غزنی محبس فتحه شو، بندیان ټول محفوظ وایستل شول، په حرم سرای باندې جګړه رونه ده

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 76143
عاجل خبر: د غزنی محبس فتحه شو، بندیان ټول محفوظ وایستل شول، په حرم سرای باندې جګړه رونه ده

د الخندق عملیاتو په ګړندی جریان کې همدااوس د غزنی ولایت مرکز غزنی ښار کې د محبس ودانۍ په بشپړه توګه فتحه او د مجاهدینو په واک کې شوه.

خبروایی ټول بندیان په خیر او عافیت سره له محبس نه راووتل او مصئونو ځایونو ته د رسیدو حال کې دی.

دغه راز د ولایت ودانۍ ته نژدې په حرم سرای باندې هم کارنده بریدونه روان دی، چې ان شاء الله ډیر ژر به فتحه او د دښمن له کرغیړن شتون څخه تصفیه شی.

په ښار کې د دښمن پاتی ټولې مهمې هستې د مجاهدینو تر ځپونکو بریدونو لاندې دی او دښمن له ډیرې وارخطایۍ سره مخامخ دی.

مجاهدینو خپلو بریدونو ته په خورا لوړ مورال سره دوام ورکوی او دښمن د مجاهدینو د عملیاتی څپې په وړاندی د مقاومت توان بیخی له لاسه ورکړی دی.

بلخوا د یاد ولایت له خواجه عمری ولسوالۍ څخه هم تازه راپورونه وایی چې په یاده ولسوالۍ کې هم د دښمن ۳  مهمې پوستې په بشپړه توګه د مجاهدینو د ځپونکو بریدونو په پایله کې فتحه شوې.

ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته، وسلې او مهمات یې د مجاهدینو لاس ته ورغلل.

د لا ډیرو  جزئیاتو له پاره الاماره څارئ.

۲۰۱۸/۸/۱۱

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76143

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *