ظریفه غفاری، د میدان ښار لومړنۍ ښځینه ښارواله

  • خپرول: ۳۰ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 71081

ظریفه غفاری

د انځور حقوق
FB/Zarifa Ghafari

Image caption

اغلې غفاری د داسې یوه ولایت مرکزی ښار کې ښارواله شوه چې په څو ولسوالیو کې یې وسلوال طالبان فعال حضور لری.

افغان حکومت دوې ښځې د دایکندی او میدان وردګو ولایتونو دوو ښارونو کې د ښاروالانو په توګه وګومارلې. د افغانستان سیمه ییزو ارګانو اداره وایی، دغو ښځو په ازاده سیالۍ کې ګډون کړی او د خپلې وړتیا له مخې ټاکل شوې دی.

دا لومړی ځل دی چې د میدان ښاروالۍ څوکۍ یوې ښځې ته ورکول کېږی. افغان حکومت ویلی و، ښځو ته به د پرېکړو او سیمه ییزې حکومتولۍ برخه کې ډېره ونډه ورکوی.

د افغانستان سیمه ییزو ارګانونو اداره وایی د اساسی قانون پر بنسټ باید د ښاروالۍ څوکې لپاره ټاکنې وشی، خو د ځینو قانونی پېچلتیاوو او ستونزو له امله دغو څوکیو ته کسان د ازدو سیالیو له لاری ټاکل کېږی.

د دغې ادارې مشر متین بیګ بی بی سی ته وویل، دغه دوې ښځې په خپلو وړتیاو او د ازادې سیالۍ له لارې ټاکل شوې دی:

درې غوره نوماندان ټاکو او له طرحو سره یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږو. له نیکه مرغه له میدان ښاره د دریو کسانو له ډلې یوه ښځه په خپلې وړتیا بریالۍ شوه او یوه بله بیا د دایکندی د نیلی ښاروالۍ لپاره چې ماسټری هم لری ټاکل شوې ده. باید ووایم چې له نارینه وو سره یی سیالی کړې او بریالۍ شوې دی. ننګونې به یې د کار پر وړاندې وی، موږ او سیمه ېیز حکومت به په ګډه د دوی ملاتړ کوو.

د میدان ښار نوې ښارواله ۲۶ کلنه ظریفه غفاری د ښځو د حقونو فعاله او د ځوانانو پارلمان غړې هم ده. نوموړې په هند کې د اقتصاد برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دی.

امستردام لومړنۍ ښځینه ښارواله غوره کړه

“کلات کې ښاروالی د سیاست ښکار شوې”

“د طالبانو میراث د افغانستان ښځې د خپلو لومړنیو بشری حقونو څخه محرومې کړې دی”

اغلې غفاری د داسې یوه ولایت مرکزی ښار کې ښارواله شوه چې په څو ولسوالیو کې یې وسلوال طالبان فعال حضور لری. نوموړې د ګواښونو او ننګونو په تړاو بی بی سی سره خبرو کې وویل:

ماته ډېر ګواښونه شوی. د طالبانو او ډېرو نورو ډلو لخوا چې هلته فعالیت ونه کړم. د شپې راته لیکونه غورځول شوی، خو زه په خپل هوډ ولاړه یم او نه په شا کېږم، کومه طرحه چې د میدان وردګو لپاره لرم هغه باید پلی کړم.

افغان حکومت وایی، په مرکزی او سمیه ییزې حکومتولۍ کې یې د ښځو پراخ ګډون ته لومړیتوب ورکړی، خو یو شمېر ښځې وایی، په سیمه ییزحکومتولۍ کې د دوئ ونډه کمه او تر کومې کچې چې شته هم اجرایوی صلاحیت نه لری. بل لور ته د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مشر وایی، دوی په حکومتی ادارو کې د ښځو ګومارنې ته ژمن دی.

د دې تر څنګ په یو شمېر لویو ولایتونو کې د مرستیالۍ دندې ایجاد شوې دی، چې ښځې هلته تعین شوې دی او په درېیو نورو ولایتونو بامیان، بدخشان او پکتیا کې به هم ژر ښځې مرستیالانې تعین شی.

د سیمه ییزو ارګانونو اداره وایی، ځکه د ښځو رول ته اهمیت ورکول کېږی، چې ښځې خپله وکولای شی د مشرتابه تر لاسه کولو له لارې دودیز اداری کلتور کې بدلون راولی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=71081

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *