طرابلس ته د اورپکو را نېږدې کېدل

  • خپرول: ۱۸ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 111862

لیبیا کې د پوځی قوماندان جنرال خلیفه حفتر ځواکونو په داسې حال کې د پلازمینې ترابلس پر لور خپل پرمختگ ته دوام ورکړى چې نړیوالو د جگړې د درېدو غوښتنه کړې ده.
د پلازمینې پرلور په څو برخو کې د جنرال خلیفه او د نړیوالو له خوا د لیبیا په رسمیت پیژندل شوی حکومت د ځواکونو ترمنځ درنې نښتې شوی دی.
له سیمې را رسېدلی رپوټونه وایی نښتې د ښار سویل لوری ته پر دریو کلیوالی سیمو ور ټولې دی.
د لیبیا هوایی ځواکونه چې په نامه د حکومت په لاس کې دی وایی د پلازمینې سویلی لور پنځوس کیلومترۍ کې یې تېر سهار پر یوې سیمې بمونه غورځولی. په دغه بمبارۍ کې د اوښتې مرگژوبلې شمېر لا نه دى څرگند خو د جنرال حفتر د قومندې لاندې ځواکونه چې ځانونه د لیبیا ملی پوځ بولی د غچ اخیستو گواښونه کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=111862

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *