
طالب ډلې په کابل کې د دفتر د پرانیستو په اړه د اشرف غنی وړاندیز رد کړی
- خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
- نوملړ: سیاست
- د خبر شميره: 104371
طالبانو د ګډ حکومت د مشر اشرف غنی هغه وړاندیز رد کړی، چې په افغانستان کې به ورته دفتر پرانیزی او غوښتنه یې کړې، چې په قطر کې دې د دوی سیاسی دفتر په رسمیت وپېژندل شی.
اشرف غنی تېره ورځ د ننګرهار ولایت په غنی خیلو ولسوالۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې حکومت یې تیار دی، طالبانو ته په کابل، کندهار او یا هم ننګرهار کې دفتر پرانیزی.
خو طالبانو د حکومت دا وړاندیز رد کړی او ټینګار یې کړی، چې ګډ حکومت به د سولې له روانو هڅو بهر وساتی.
د ګډ حکومت مشر د طالبانو په هغه ټینګار هم نیوکې کړی، چې له افغان حکومت سره خبرو ته نه کینی او په مقابل کې یې د امریکا سربېره د اشرف غنی له مخالفو سیاستوالو په مسکو کې ناسته وکړه.
نظرات(۰ دیدگاه)