طالب ډلې د اسلام اباد غونډې په اړه راپورونه رد کړل

  • خپرول: ۲۹ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 100834

طالب ډله په پاکستان کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سره د دغې ډلې د استازو لیدل یوه ګنګوسه او شایعه بولی.
حال دا چې ځینې پاکستانۍ رسنیو رپوټ ورکړی، شونې ده چې د طالبانو استازی د زلمی خلیلزاد په مشرۍ له امریکایی پلاوی سره په اسلام اباد کې ووینی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبر رد کړی دی.
مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلی دی چې د طالب ډلې د استازو او زلمی خلیلزاد د لیدو په اړه رپوټونه ناسم او ګنګوسې دی.
دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد پاکستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ، د دغه هېواد له لومړی وزیر عمران خان سره ولیدل.
پاکستانۍ رسنۍ رپوټ ورکړی چې دواړو لورو، د افغان سولې په اړه خبرې اترې وکړې.
زلمی خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ، د افغان حکومت له چارواکو سره تر لیدو وروسته پاکستان ته ولاړ. هغه له دې مخکې د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشی سره لیدنه درلوده.
د پاکستان د ویاند دفتر وایی چې په دغه لیدنه کې، قریشی ژمنه وکړه چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیر سره به همکاری وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100834

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 55 = 59