طالب ډله: ملا برادر د قطر په راتلونکو خبرو کې ګډون نه کوی

  • خپرول: ۳ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 105847

طالبان له امریکا سره په را روانو خبرو کې د خپل نوی سرمرکچی ملا عبدالغنی برادر د نه ګډون خبره کوی.
ټاکلې ده دا خبرې راتلونکې دوشنبه په قطر کې وشی.
رویټرز خبری اژانس وایی مخکښو طالب مشرانو ورته ویلی چې د دوحې په غونډه کې د ملا برادر د نه ګډون څو لاملونه دی.
یو له دې لاملونو د سولې په خبرو کې د هغه د رول په اړه د طالب مشرانو ترمنځ اختلاف دی او بل دلیل یې د سفر لپاره د اړین سند نشتوالی دی.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د رویټرز رپوټ تحریف شوی بولی او له بی بی سی سره خبرو کې وایی:
“الحاج ملا برادر اخند به په مناسب فرصت کې سیاسی دفتر ته لاړ شی، هغه اوس هم خپل کارونه له نږدې څاری”.
نوموړی دا هم وایی، چې ملا برادر له امریکایی پلاوی سره خبرو کې ځکه ګډون نه کوی چې د مذاکراتو لپاره یې داسې ځانګړی ټیم ټاکلی چې د خبرو د پرمخ بیولو وړتیا لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105847

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




35 − = 27