طالب ډله: د اوربند او له افغان حکومت سره د خبرو پرسر هیڅ ډول هوکړه نده شوې

  • خپرول: ۲۳ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108468

وسله وال طالبان وایی چې له امریکا سره د قطر په خبرو کې پر اوربند او د افغانستان له حکومت سره د طالبانو پر مخامخ خبرو هیڅ راز موافقه نه ده شوې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه/ د قطر د خبرو له پای ته رسېدو وروسته وویل، د قطر په خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د افغانستان له خاورې نورو هیوادونو ته د تروریستی ګواښ د نه پېښېدو په اړه بحثونه شوی دی.
ده زیاته کړه، په دواړو یادو مسلو کې یو لړ پرمختګونه شوی او ټاکل شوې ده چې دواړه خواوې د خبرواترو د پایلو په اړه له خپلو مشرانو سره سلامشورې وکړی.
د طالبانو ویندوی دا هم وویل چې د دې ډلې مرکچیان او امریکایی پلاوی به په ګډه د بل پړاو خبرو نېټه وټاکی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108468

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *