طالب ډله دخپلو شرطونو پراساس مذاکرات غواړی

  • خپرول: ۲۲ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 99467

په دې وروستیو کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او خلیلزاد تر منځ مذاکرات وځنډېدل او تر اوسه یې لا بله نیټه او ځای هم نه دی معلوم.
که څه هم په رسنیو کې وویل شول چې طالبانو د ایجنډا پر سر د اختلاف له امله غونډه وځنډول خو د طالبانو سرچینې وایی چې دوی یادې نیټې ته اماده وه، خو د خلیلزاد له لوری د نامعلومو وجوهاتو پر اساس ټاکلې نیټه لومړۍ وځنډول شوه او بیا لغوه شوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې سره سم خلیلزاد به په خپل نوی سفر کې هند، چین او پاکستان ته ځی، خو تر اوسه معلومه نه ده چې هغه به په پاکستان کې د طالب چارواکو سره په لیدو بریالی شی او کنه.
د طالبانو سرچینې وایی چې پاکستان ډېر فشارونه پیل کړی او غواړی چې د قطر لغوه شوې غونډه په اسلام اباد کې جوړه شی او همداسی طالبان باید ژر تر ژره د افغان حکومت سره کښینی، خو تر اوسه په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر او نورو مشرانو دغه فشارونه رد کړی او ګمان کیږی چې په دې اړه به طالبان جدی غبرګون هم وښیی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=99467

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *