طالبان په فراه او نیمروز ولایتونو کې د ټرانزیتی موترونو څخه باج اخلی

  • خپرول: ۱۸ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 40952

طالبان وایی له دې وروسته به د فراه او نیمروز په ولایتونو کې له ترانزیتی موټرو “ګمرکی محصول” ټولوی.
طالبانو په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړی که د دغو ولایتونو د ګمرکی محصولاتو ډېره سلنه ورنکړل شی، د ترانزیتی‌ او بار وړونکیو موټرو د تګ راتګ مخه به ونیسی.
یو شمېر امنیتی ‌چارواکو هم منلې چې وسله وال طالبان د پوځی وسایلو د اخیستلو او جنګی ډلو د پیاوړې کولو لپاره له موټرو باج اخلی. طالبان وایی د دلارام په ولسوالۍ کې یې یو ګمرک هم پرانیستی دی.
خو د نیمروز ولایت د امنیې قومندان خواجه جیلانی ابوبکر وایی چې افغان ځواکونه به وسله والو طالبانوته اجازه ورنکړی چې له افغانانو باج واخلی.
ښاغلی ابوبکر وویل “موږ څو وارې مخکې هم د دلارام او خاشرود ولسوالۍ په لویې لارې کې د باجګیرۍ، چور او تالان د مخنیوی لپاره اقدامات کړی‌ دی”.
په همدې حال کې په فراه کې یو شمېر امنیتی‌ چارواکو منلې چې وسله وال طالبان له بار وړونکیو او ترازیتی موټرو باج اخلی. د فراه د امنیت امر ګل بهار مجاهد وایی طالبان له دې لارې پېسې ټولوی او بیا خپلې جنګی لیکې قوی کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40952

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *