طالبان: په طالب مرکچی ټیم کې به ښځې هم ګډون ولری

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 112793

ټاکل شوې چې د لومړی ځل لپاره د افغانستان د راتلونکې په اړه په مذاکراتو کې چې روانه اوونۍ په قطر کې ترسره کېږی، د طالبانو په مرکچی ټیم کې ښځې هم ګډون ولری.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ روېټرز خبری اژانس ته دا خبره کړې ده.

نوموړی د دغو ښځو نومونه نه دی اخیستی، خو زیاتوی چې دغه مېرمنې له لوړ پوړو طالبانو سره کورنۍ اړیکې نه لری.

مجاهد زیاتوی، دوی عادی افغانې مېرمنې دی چې د افغانستانه دننه او دباندې یې د طالبانو ملاتړ کړی او د طالبانو په فعالیتونو کې یې برخه اخیستې ده.

په همدې حال کې افغان سناتورې ګلالۍ نور صافۍ له ازادی راډیو سره په خبرو کې د دې اقدام په اړه وویل:

“دا چې په کومه مفکوره ګډون کوی، دا مېرمنی څه موقف لری او څه به ووایی، مخکی له مخکې موږ وړاندوینه نشو کولای، خو هیله منده یم چې د ښځې غږ اوسی او د ښځې په خپل غږ اوسی، نه دا چې چا ورته ویلی وی چې څه ووایه او څه مه وایه، خو لږترلږه د دوی شتون (په دې مذاکراتو کې) یو مثبت ګام دی.”

تر دې وړاندې ډېری افغان مېرمنې د سولې په روانو خبرو کې د دوی د شااوخوا دوو لسیزو لاسته راوړنو د له منځه تلو په اړه اندېښنې ښودلې دی.

ټاکل شوې چې په دوحه کې د افغانستان د راتلونکی په اړه دا خبرې د اپرېل له ۱۹مې تر ۲۱مې وشی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112793

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *