طالبان د سولې په مشورتی جرګه کې ګډون نه کوی

  • خپرول: ۲۱ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 112057

طالبانو په یوه اعلامیه کې د سولی مشورتی جرګه د نه منلو وړ بللی او له خلکو یې غوښتی ترڅو په دې جرګه کې ګډون ونه کړی.
په دې اعلامیه کې راغلی چې اسلامی امارت د خلکو په استازیتوب داډول جعلی جرګې ردوی او له ټولو درنو هېوادوالو نه دا غوښتنه لری چې په دې حساس تاریخی پړاو کې د دښمنانو د دسیسو ښکار ونه شی او په داډول نمایشی جرګو کې دې ګډون ونه کړی.

داپه داسې حال کې ده چې د سولې عالی شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داوودزی ویلی وو چې په دې جرګه کې د ګډون په موخه به طالبانو هم بلنه ورکړل شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112057

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *