طالبان: د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې د ټاکنو ترسره کېدل د نه منلو وړ دی

  • خپرول: ۲۲ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 126917

د طالبانو د مرکچی پلاوی غړی شیر محمد عباس ستانکزی ټینګار کړی چې د بهرنیو ځواکونو د شتون په صورت کې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل غیرقانونی او د نه منلو وړ دی.
ده زیاته کړه: ټاکل شوې اروپایی او اسیایی هېوادونه په ځانګړی ډول جاپان د افغانستان له حکومت سره د یوې هوکړې له لاسلیک وروسته، له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو ضمانت کړی.
ستانکزی ټینګار کړی، د هغې طرحې له مخې چې موږ به په اړه یې هوکړه وکړو، د تضیمن کوونکو بر وړاندې به یوه هوکړه لاسلیک شی. هیله مند یم اروپایی او آسیایی هېوادونه ددې هوکړې تضمین کوونکی وی. په دې اړه به ټولې خواوې پرېکړه وکړی او جاپان یو مهم هېواد دی او کولای شی د تضمین کوونکو په ډله کې اووسی.
د طالبانو د مرکچی پلاوی دا غړی ټینګار کړی چې له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو بهیر له پیل نه وروسته طالبان به له واشنګټن سره د هوکړې مادې پلی کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=126917

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *