طالبان: دولت په داسې حال کې د خپلواکی جشن ترسره کوی چې دخپل پاتې کېدو لپاره د امریکا مرستو په لټه کې دی

  • خپرول: ۲۸ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 131295

طالب ډلې د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، د افغانستان خپلواکی له سلمې کلیزې په داسې حال کې نمانځل کېږی چې په هېواد کې څو زره بهرنی پوځیان شتون لری.
دغې ویناپاڼې د افغانستان دولت ته په خطاب وویل چې دوی له یوې خوا دخپل پاتې کېدو لپاره د امریکا پوځی او اقتصادی مرستو غوښتونکی دی او له بلې خوا د خپلواکی جشن ترسره کوی.
ویناپاڼې زیاته کړې، له ۱۸ کلنې مبارزې وروسته مو امریکایان له افغانستان څخه وتلو ته اړ کړل خو کابل په ټول توان سره د نیوګه ګرۍ دوام په هڅه کې دی او په هېواد کې د بهرنیو پوځیانو د شتون غوښتونکی دی.
طالبانو زیاته کړی: دوی دخپلواکی په اړه خبرې کوی خو په مراسمو کې حتی د انګلیس پر وړاندې یو شعار هم نه ورکوی. دا دخپلواکی څه ډول نمانځنه ده چې د خدای شکر پرځای کنسرټونه په لار اچول کېږی او د افغانانو ملی او دینی غرور تر پوښتنې لاندې راولی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=131295

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *