طالبان حصارک کې په هر فصل سلګونه لکه کلدارې عشر ټولوی/ اتل زړور

  • خپرول: ۴ حوت ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 7227

 د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هر فصل له ۳۰۰ تر ۴۰۰ لکو کلدارو عشر له خلکو ټولوی.

ځایی خلک وایی، طالبان عشر د چرسو او اپینو د فصلونو پرمهال ټولوی. په حصارک کې چرس تر بل هر ځای ډېر کېږی او د چرس د پېر او پلور په مارکیټ کې هم حصارکی چرس تر هر ځای مشهور او قېمته دی. اپین هم د ننګرهار د نور ولسوالیو پرتله په دې ولسوالۍ کې ښه وده کوی.

تیر کال د یو من ښو چرسو بیه ان تر یو نیم کلدارو هم رسېدله او په دغه ولسوالۍ کې هر عادی دهقان تر ۱۵ منه چرسو په کال کې تولیدوی. داسې بزګر هم شته چې کال کې له پنځوسو تر اتیا منو چرس هم له خپلو ځمکو اخلی.

چرس، د طالبانو لنګه غوا

 دا چرس د طالبانو لپاره د جنګ ماشین دی، ځکه ټول لګښتونه یې له همدې لارې پوره کېږی. نو چرس د طالبانو د عاید لپاره لنګه غوا ده.

د سیمې یو قومی مشر اشرف خان وایی، طالبانو په دغه ولسوالۍ کې پر هغو درو پوره واک ولری چې چرس او اپین پکې ډېر کرل کېږی. دی وایی ډېر چرس په سره دره کې کېږی چې بشپړه د طالبانو واک کې ده.  د ده په وینا د چرسو د ډبولو پرمهال طالبانو کور په کور لیکلی خطونه وېشې او هر دهقان ته له ۵۰۰۰۰ تر ۲۰۰۰۰۰ کلدارو د عشر او زکات پرچې ورکوی.

حصارک ولسوالی

ښاغلی اشرف خان وایی، طالبانو په دغو پرچو دهقانانو ته اخطار ورکوی چې تر ټاکلی وخت پیسې د طالبانو دعشر مسوولینو ته وسپاری.  د ده په وینا هیڅوک د دې جرات نه شی کولای چې له ټاکلی وخت یوه ورځ هم د عشر پیسې وځنډوی. ځکه وایې بیا د  (طالب د وهلو زور څوک نه لری)

طالبانو د چرسو او اپینو لپاره  د خوږیانو په توتو نومې سیمه کې هره جمعه د پیر او پلور بازار جوړوی او هرڅوک پکې ازادنه چرس او اپین خرڅوی.

خو د زکات او عشر پیسې یواځې تر چرسو او اپینو نه دی محدودې.

 د حصارک د جوکان کلی ملک انار وایی، طالبانو اوس له تېرو دوو کلونو راهیسې د هر جومات په سر د عشر او زکات په نوم پیسې راټولوی. دی زیاتوی ( طالبان هغو جوماتونو ته چې غټ وی او د ډېرو کورونو خلک ولری، ډېرې پیسې ټاکی او هغه چې کوچنی وی، په همغه اندازه لږې پیسې ورته د زکات پرچه کې لیکی)

ښاغلی انار وایی، په اوسط ډول هر جومات ته له ۴۰۰۰۰ کلدارو تر ۲۰۰۰۰۰ کلدارو پورې ټاکل کېږی، چې هیڅوک ترې سرغړونه نه شی کولای.

د زکات پرچه

د طالبانو د اصولو له مخې، دهر جومات لپاره ټاکل شوې پیسې، خلک د خپلو ځمکو په تناسب ویشی. هغوی چې ځمکې ډېرې ولری، ډېرې پیسې ورکوی او هغوی چې کمې ځمکې ولری، نسبتا لږې پیسې ورکوی.

د حصارک یوه بزګر چې  له وېرې نه غواړی نوم یې واخیستل شی وایی، ځینې خلک چې ډېر بې وزله وی او د طالب د پیسو د ورکړې توان ونه لری، طالبانو ته قومی مشران واسطه کوی چې د غذر په ډول یې په پرچه کې زکات په نوم لیکل شوې پیسې راکمې کړې.

دی وایی ( زموږ د کلی جومات لپاره یې د ۱۰۰۰۰۰ کلدارو پرچه را استولې وه، خو خلکو یې وس نه درلود، مجبور شولو د طالبانو ولسوال او دعشر مسوول ته زارۍ وکړې، قومی خلکو مو وروستل چې خلک د دې پیسو وس نه لری، د خلکو په روی یې ۲۰ زره راکمې کړې او د ۸۰ زره پرچه یې راکړه)

د فصل په سر زکات او عشر

د حصارک د پرمخیتایی شورا یو مخکینی مشر وایی، په  حصارک کې تر ۱۸۰ لوی او واړه جوماتونه شته چې له ټولو نه طالبان د عشر او زکات په نوم پیسې ټولوی.

د ده په وینا هغه کلی چې دحکومت تر ولکې لاندې دی، هغوی هم له وېرې طالبانو ته عشر او زکات ورکوی، ځکه که دا کار ونه کړی، په ولسوالۍ کې ازاد نه شی ګرځېدای او جلال اباد ته هم نه شی تلای.

طالبانو په دغه ولسوالۍ کې پخوا په کال کې یو ځل عشر له خلکو ټولاو خو له تېر کال راهیسې په کال کې دوه ځلې، یانې دهر فصل په سر د عشر او زکات په نوم پیسې ټولوی.

ځایی خلک وایی طالبانو پر همدغو پیسو وسلې پیری، خپلو وسله والو ته پرې، موټر، موټر سیکلونه، جامې، بوټ او نور ټولو ضروری وسایل اخلی، او خپل ټول زخمیان پکې په پېښور او په کور دننه تداوی کوی.

د سیمې د قومی مشرانو په وینا، ولسی خلک مجبور دی د طالبانو هر امر ته غاړه کېږدی، ځکه د دوی په خبره حکومت له تېرو شپږو کلونو راهیسې په دغه ولسوالۍ کې په نشت حساب دی او ټولې لارې پرحکومت تړل شوې دی.

ځایی حکومت هم منی چې طالبان هر کال دوه ځلې له خلکو دعشر په نوم په لویه کچه پیسې ټولوې. د حصارک ولسوال عبدالخالق وایی، دوی له خلکو غوښتی چې طالبانو ته دعشر په نوم پیسې ورنه کړی، خو وایی خلک له وېرې طالبانو ته پیسې ورکوی.

ولسوالی منی چې طالبان د هر کلی د جومات په سر آن له یادو شویو پیسو ډېرې اخلی.

د حصارک ځینو خلکو دا ادعا هم کوله چې ځینې سیمه ییزو پولیسوقومی خلکو ته خبرداری ورکړی وه که طالبانو ته د عشر په نوم پیسې ورکړی، دوی به یې هم ترې وغواړی. دا هم ویل کېږی محلی پولیسو له ځینو کلیو د عشر په نوم پیسې ټولې کړې دی. وایی دا کار یې ځکه کړی چې خلک طالبانو ته پیسې ورنه کړی. خو ولسوال او په ننګرهار کې چارواکی دا ادعاوې نه منی.

په حصارک کې د ظلمونو نورې کیسې په راتلونکو رپوټونو کې د سیمې د خلکو له خولې لوستی شئ.

اړوند مطالب


د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ خلکو د طالبانو پرضد پاڅون کړی


د ننګرهار د حصارک جګړه د ۶۰ طالبانو په وژلو پای ته ورسېده


د ننګرهار پر حصارک ولسوالۍ د طالبانو په برید کې ۶۰ تنه ووژل شول


طالبانو له تېرو ۷ میاشتو راهېسې د حصارک بازار تړلی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=7227

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *