طالبان: ترهغه چې بهرنی ځواکونه په افغانستان کې شتون ولری، جګړې ته دوام ورکوو

  • خپرول: ۱۹ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 126379

په قطر کې د طالبانو پلاوی پخوانی مشر شیر عباس ستانکزی د دوحې په بین الافغانی غونډه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالی د کموالی په موخه د هوکړې په تړاو وویل چې تاوتریخوالۍ شتون نه لری او هغه څه چې په افغانستان کې د ترسره کېدو په حال کې دی، له بهرنیو ځواکونو څخه د افغانستان د خپلواکی په موخه دی.
ستانکزی زیاته کړه چې له همدې امله ترهغه چې بهرنی ځواکونه په افغانستان کې شتون ولری، جګړې ته دوام ورکوو.
ده همداراز د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې په اړه وویل چې د ملکی وګړو پر وړاندې تاوتریخوالۍ شتون نه لری او موږ دې موضوع ته ژمن یو.
د فارس د لیکنې له مخې، د طالبانو د مرکچی پلاوی پخوانی مشر ټینګار وکړ: که د ملګرو ملتونو د تېرو ۶ میاشتی راپور ته پام وکړئ وینئ چې اویا سلنه مرګ ژوبلې د بهرنیو سرتېرو او د افغانستان دولت له خوا ترسره شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=126379

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *