طالبان او عسکر د تکبیر د چیغو، شپېلیو او چکچکو په بدرګه سره غاړه غاړۍ شول

  • خپرول: ۲۶ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 64521


Fb-Button

تاند – د افغانستان په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه د پښتنو په سیمو کې نن جمعه /د جوزا ۲۵مه/ د ملی اردو عسکرو او پولیسو په ښارونو او د ولسوالیو په مرکزونو کې له کلیو څخه ورغلیو طالبانو ته ښه راغلاست وویل.

هغوی یو بل ته غاړې او د اختر مبارکۍ ورکړې، او ښاریانو او ملکی خلکو دغه جوړجاړی په چکچکو، شپېلیو او د تکبیر په چیغو بدرګه کړ.

ولسمشر اشرف غنی د جوزا په ۱۷مه د روژې له ۲۷مې څخه د اختر تر ۵مې ورځې پورې د وسله والو طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړ. د جوزا په ۱۹مه طالبانو د ولسمشر غنی اعلان ته مثبت غبرګون وښود او ویې ویل چې د اختر له اولې څخه درېمې پورې هغوی هم اوربند اعلانوی.(کابل ته څېرمه په لوګر ولایت کې د طالبانو راتګ)

په ۱۳۸۰ کې په افغانستان د متحده ایالاتو په مشرۍ د ایتلافی ځواکونو له یرغل څخه مخکې په افغانستان کې د حاکم، طالبی نظام، له ۹۰٪ څخه ډېر واک د په خټه پښتنو طالبانو په لاس کې وو، خو د هغه عرب مېلمه په سر یې خپل ټول نظام له لاسه ورکړ چې متحده ایالاتو د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو پړه پرې وراچولې وه.

طالبان او عسکر په لغمان ولایت کې

په افغانستان لا د امریکایی ځواکونو او د هغوی د نړیوالو متحدینو یرغل نه وو پیل شوی چې د پخوانۍ شمال ټلوالې پارېدلو مشرانو، چې لا د خپل وژل شوی مشر احمدشاه مسعود د مرګ په ویر اخته ول، امریکایانو ته وړاندیز وکړ چې چمتو دی چې پر افغانستان د امریکایی توغندویی بریدونو او بمباریو سره قدم په قدم د امریکایانو د پلیو عسکرو په توګه د طالبانو د نظام په نسکورولو کې برخه واخلی. (طالبان د زابل ولایت په کلات ښار کې له خلکو سره)

همداسې وشول.‌ امریکایی استخباراتی مامورین لیکی، چې د شمال ټلوالې تر واک لاندې سیمو ته ورغلل، د قسیم فهیم او عبدالرب رسول سیاف په شمول د ټلوالې مشرانو ته یې د ډالرو څو ګتې ورکړې او هغوی هم په لږ وخت کې خپل کسان جنګ ته تیار کړل.

د هېواد په شمال کې، د پخوانۍ شمال ټلوالې مهمو قوماندانانوعطامحمد نور، محمد محقق، عبدالرشید دوستم او نورو هلته ایسار طالبان، چې ګڼ شمېر په کې د طالبانو په نامه د جنوبی ولایتونو ساده ځوانان ول، په کانټینرونو کې واچول،‌ اور یې پرې ولګاوه، ویې ویشتل، شکنجې یې ورکړې، او په خورا بې رحمۍ سره یې ووژل.

بلې خوا ته د جرمنی په بن ښار کې د افغانستان لپاره د حامد کرزی په مشرۍ داسې حکومتی تشکیل جوړ شو، چې مشر یې پښتون کرزی شو خو واک او ځواک نژدې ټول د شمال ټلوالې هغو یاغیانو ته په لاس ورغی چې طالبانو په تېرو څو کالونو کې ښارونو ته ورتګ ورته د مرغۍ پۍ ګرځولې وې.‌ (د ننګرهار په شینوارو کې له عسکرو او ولس سره د طالبانو پیوستون)

دا په داسې حال کې وو،‌ چې د اکثریت پښتنو دوه مهمې ډلې د ملا محمدعمر په مشرۍ طالبان او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامی ګوند د قدرت له صحنې څخه حذف کړای شول، او دا هغه څه وو چې امریکایی چارواکو وروسته خپله اشتباه وبلله.

د طالبانو یوه پلوی، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شی،‌ تاند ته وویل چې طالبانو په ۲۰۰۳ کې د وخت ولسمشر حامد کرزی ته خبر ورکړ چې که د هغوی د سر تضمین وشی هغوی حاضر دی چې له فرار څخه قرار ته ترجیح ورکړی او له حکومت سره یوځای شی، خو کرزی یې وړاندیز بابېزه وګاڼه او ویې ویل چې که غواړی کولی شی راشی.

طالبان له یوه سخت باد او باران څخه وروسته د بې موره چرګوړو په څېر په ډاګ میدان او یو ځل بیا د پاکستان د پوځ او استخباراتی ادارې رحم ته پاتې شول. هغه ادارې او پوځ چې تر دې مخکې یې د طالبانو د سفیر په شمول یو شمېر چارواکی لاس تړلی په امریکایانو خرڅ کړی ول.

په ورته وخت کې د شمال ټلوالې قوماندانان وزیران او د لویو منصبونو خاوندان شول. هغوی چې زور یې د کرزی په زور بر وو پراخ اداری فساد او د افغانانو په نامه له غرب څخه د راغلیو او مرسته شویو پیسو لوټ او تالان ته مخه کړه، چې له نشت نه میلیونر او له میلیونر څخه میلیاردرو ته ورسېدل.‌ ځمکې یې غصب کړې، د متحده عرب اماراتو په شمول په بهرنیو هېوادونو کې یې په بانکونو کې پیسې واچولې او جایدادونه یې راونیول. (طالبان په پکتیکا ولایت کې له خلکو او عسکرو سره)

په دې سلسله کې په یوه ځل د ټلوالې د وژل شوی قوماندان احمدشاه مسعود ورور احمدضیا مسعود سره د دوبۍ په نړیوال هوایی ډګر کې ۵۲ میلیونه ډالر ونیول شول خو له پیسو سره بېرته خوشې کړای شو.

د شمال ټلوالې تر تسلط لاندې سیمو کې چې د ډېرو اوسېدونکی تاجک، هزاره او یو شمېر ازبک ول او اوس پرې د حکومت سیوری هم غوړېدلی وو، ښوونې او روزنې وده وکړه، او روغتیایی چارې په کې پراخې شوې. په څو کالونو کې د ښوونځیو فارغان پوهنتونونو ته داخل شول، د پوهنتونونو فارغان یې د ماسټرۍ او د ماسټرۍ فارغان یې د دکتوراوو ترلاسه کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولېږل شول.

بلې خواته، طالبانو چې بیا یې صفونه له سره نوی کړی ول، په هغو سیمو کې چې له پاکستان سره لګېدلې ډیورنډ کرښې سره نښتې او د پښتنو سیمې وې د جګړې اور بل کړ. ویل کیږی چې طالبانو له هغو وسلو او پیسو څخه چې امریکا او غربی نړۍ پاکستان ته د ترهګرو د ځپلو په نامه ورکولې او د پاکستان پوځ بېرته طالبان پرې تمویلول په استفادې سره د پښتنو ولایتونه په داسې خاره واړول چې ښوونځی یې وران، کلینیکونه وران، روغتونونه بند، او شاګردان او استادان ووژل شول.

یوه ریکارډ کچه دا شوه چې په یوه کال کې له هلمند ولایت څخه د هغو زده کوونکیو شمېرچې په کانکور امتحان کې یې برخه اخیستې وه د دایکندی د هزاره مېشتی ولایت له هغو کسانو نه هم کم وو چې یوازې طب پوهنځی ته نیول شوی ول.

دغو حالاتو کالونه کالونه دوام وکړ.‌د سولې هڅې د سولې د عالی شورا تش په نامه اورګان ته پاتې وې، او مشری یې داسې چاته په لاس ورکول شوې وه چې د حکومت د مخالفو طالبانو او د ګلبدین حکمتیار د اسلامی ګوند د خلکو په ژبه، پښتو، یې خبرې هم نشوای کولی.

ویل کیږی چې د طالبانو له خوا هغه مشران چې د پاکستان د استخباراتی ادارو په نیت پوهېدل او له سولې سره یې علاقه مندی ښودله یا ووژل شول یا امریکایانو ته په لاس ورکول شول او یا هم په اوږدمهالی حبس محکوم شول چې د طالبانو د وخت د دفاع وزیر ملا عبیدالله، ملا برادر او ملا معتصم اغاجان هم په دې ډله کې یادېږی.

د ولسمشر غنی په قدرت ته رسېدلو سره، په حالاتو کې یو څه تغیر راغی.‌ که څه هم چې ویل کیږی چې د شمال ټلوالې یو شمېر څېرو مخالفت کاوه خو نوموړی په دوه کالونو کې دننه پر دې بریالی شو چې د مخالفینو له کتار څخه د ګلبدین حکمتیار ډله چې د افغانستان د وروستیو څلورو لسیزو یوه مهمه لوبغاړې ده رابېله کړی.

د غنی هڅو دوام وکړ،‌ بېلابېلې لارې یې تعقیب کړې، خو هرې خواته یې چې لاس کاوه لاس یې په ډبره لګېده او داسې څه په لاس نه ورتلل چې د افغانستان د هغه ۷۱٪ اکثریت لرونکی پښتون قوم د وجود یوه عظیمه جلا شوې ټوټه بېرته له قوم سره پیوند او د واک محور ته راولی.‌

اخوا ته ویل کیږی،‌ چې د طالبانو په لیکو کې هم په کابل کې د زرګونو دینی عالمانو له وروستۍ فتوا څخه وروسته چې په افغانستان کې یې ځانمرګی بریدونه او جنګ ناروا وبلل،‌ نرمی راغله. ورسره په پاکستان د نړیوالې ټولنې فشار زیات شو چې نور دې د افغانستان د حکومت د مخالفینو له سر نه لاس لیرې کړی. (طالبان او خلک د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې)

ولسمشرغنی د اوربند اعلان وکړ. که څه هم چې د طالبانو یوه مرشد، مولانا سمیع الحق، چې ویل کیږی د پاکستان له پوځ او نظامی استخباراتو سره نژدې اړیکې لری دا اوربند بې ګټې وباله او ویې ویل چې جهاد (د افغان وژنې جنګ) باید دوام وکړی، خو طالبانو بیا هم اوربند اعلان کړ.

نتیجه دا شوه چې نن د اختر لومړۍ ورځ چې د جوزا له ۲۵مې سره برابره ده ډلې ډلې طالبان ښارونه ته راښکته شول، له خپلو خلکو سره یې ولیدل، عکسونه یې سره واخیستل او خوشحالۍ یې سره شریکې کړې.

هغو طالبانو د عکسونو اخیستلو ته خوشحالۍ کولې چې یو وخت یې عکسونه اخیستل منع کړی ول، هغوی ولیدل چې عسکر د هغوی په څېر مسلمانان دی،‌ کلیمه وایی، لمونځونه کوی، او د هغوی ورتګ د تکبیر په چیغو، غېږو او خوښۍ سره لمانځی.

د افغانستان ولسی خلکو او د ښارونو اوسېدونکیو له حکومت او طالبانو دواړو خواوو څخه وغوښتل چې اعلان شوی اوربند اوږد کړی، تر هغه چې د سولې مذاکرات د حل لاره را وباسی او په افغانستان کې د وینو تویېدل پای ته ورسېږی خو دا به وخت او د دواړو خواوو د مشرانو اراده ثابته کړی چې څوک د مذاکراتو د بریالی کولو په برخه کې څومره ظرفیت لری.

اړوند مطالب


امریکا د خپل یوه عسکر په بدل کې ۵ طالبان خوشی کوی


طالبان وایی، د امریکایی عسکر تبادلې ته تیار دی


طالبان وایی جنګی جنایتکارانو ته بخښنه کوی


طالبان له فراه ښاره وشړل شول

onesignal_meta_box_present:
۱
onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=64521

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *