طالبان: امریکا د داعش نوم په ګټې اخیستنې په افغانستان کې د دوامدار شتون په لټه کې دی

  • خپرول: ۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 105818

وسله وال طالبان په دې اړه چې په افغانستان کې د داعش شتون د امریکا لپاره یو ستر ګواښ شمېرل کېږی، د امریکا پوځ بنسټ مشر د څرګندونو په غبرګون وایی چې امریکا په افغانستان کې د داعش په اړه د تبلیغ له لارې په هېواد کې دخپل دوامدار شتون په لټه کې دی.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، جنرال ووتل دوې ورځې وړاندې کابل ته په خپل سفر کې، داعش یې د امریکا لپاره یو ستر ګواښ وباله او وویل: داعش په افغانستان کې د ټولنیزو پاڼو په واسطه د معلوماتو په راټولولو سره پر امریکا د برید په هڅه کې دی او تر ډېره بریده خپل دې موخې ته نېږدې شوی دی.
ده د همدې امله ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د داعش فعالیتونه باید تر څار لاندې ونیول شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105818

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *