طالبان: امریکا به په نېږدې راتلونکې کې یا د هوکړې له مخې یا په زوره افغانستان خوشی کړی

  • خپرول: ۲۴ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 116322

د طالبانو د مرکچی پلاوی مشر شیر محمد عباس ستانکزی ویلی: امریکا په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوې او په نېږدې راتلونکې کې به د هوکړې له مخې یا زور له لارې افغانستان خوشی کړی.
ستانکزی د قطر په دوحه کې د مجاهدینو د بریا او د شوروی ماتې د کلیزې په غونډه کې وویل: خدای له موږ سره مرسته وکړه ترڅو په تېره پېړۍ کې ۳ ځواکمنو هېوادونو ته ماتې ورکړو.
درېیم ستر ځواک چې اوس مهال ورسره مخ یو هم انشاالله له ماتې سره مخ دی. په نېږدې راتلونکې کې به واورئ چې دوی هم په خپله غوښتنه یا په زوره به له افغانستان څخه بهر شی.
د طالبانو د مرکچی پلاوی مشر وویل: له خدای څخه غواړو چې امریکایان داسې ووځی چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لامل وشی ترڅو په افغانستان کې یو اسلامی نظام رامنځته شی او نور د افغانو په منځ کې وینه تویونه پای ته ورسېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=116322

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *