طالبان: امریکا به له هېواد څخه بهر کولو ته اړ کړو

  • خپرول: ۱ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 41349

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو په سازمان کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال څرګندونو په غبرګون اعلان کړی چې په افغانستان کې د زور له لارې د امریکا ټینګار ددې څرګندونکی دی چې دغه هېواد د جګړې زیاتوالی غوښتونکی دی او موژ دوی له هېواد نه بهر کولو ته اړ کوو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مرستیال جان سالیوان د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په ځانګړې ناسته کې وویل چې باید د یو جدی او پیاوړی دریځ له لارې طالبانو ته وښیو چې د جګړې په ډګر کې کوم څه نشی ترلاسه کولای.
دی ټینګار کړی، ددې لپاره چې طالبان د افغانستان دولت سره خبرو ته لېوالتیا وښیی، باید د یادې ډلې لمنځه وړلو لپاره هڅه وشی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مرستیال څرګندونو په غبرګون د ېوې ویناپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې په افغانستان کې د زور او فشار له لارې سیاست پایلې نه دی ورکړی او په راتلونکې کې به هم پایلې ونه لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41349

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *