طالبان: امریکا باید له افغانستان څخه دخپلو پوځیانو د وتلو وخت اعلان کړی

  • خپرول: ۲۰ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 119822

په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین ویلی، امریکا باید د افغانستان بحران د سیاسی حل لارې د موندنې لپاره له افغانستان څخه دخپلو ټولو ځواکونو د وتلو مهال وېش اعلان کړی.
ده زیاته کړه: دواړوه خواوې د مې په میاشت کې د خبرو په شپږم پړاو کې یولړ پرمختګونه لرل خو کومه هوکړه نده رامنځته شوې ځکه امریکا له افغانستان څخه دخپلو پوځیانو د وتلو وخت اعلان نه دی کړی.
شاهین هیله مندی څرګنده کړه چې د خبرو په راتلونکې پړاو کې ډېر پرمختګونه ترسره شی.
ده ټینګار کړی چې توپ د امریکایانو پر ځمکه دی، ځکه دوی باید دخپلو ځواکونو د ایستلو د مهال وېش په اړه پرېکړه وکړی. دا بهرنی اړخ د افغانستان کړکېچ حل کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=119822

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *