طالبانو پر انټر کانټیننټل هوټل باندې د برید مسولیت پرغاړه واخست

  • خپرول: ۱ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 41355

طالب ډلې د ېوې ویناپاڼې په خپرولو سره پر انټر کانټیننټل هوټل باندې د برید مسولیت پرغاړه اخستی دی. طالبانو ویلی چې پر دغه هوټل باندې د برید کونکو شمېر ۵ کسان وو چې یوشمېر بهرنی کسان یې وژلی دی.
د طالب ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی چې دغه برید تېره شپه ددوی ۵ کسانو له لورې ترسره شوی چې په پایله کې یوشمېر بهرنیو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالب ډلې ادعا کړی چې ددوی استخباراتی معلوماتو له مخې، یوشمېر بهرنی کسان او امنیتی ځواکونه ددغه هوټل دننه شتون لرل.
په ورته وقت کې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې نښته د څلورو برید کونکو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41355

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *