طالبانو له امریکایی چارواکو سره د خبرواترو پیل رد کړ

  • خپرول: ۳۰ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 100929

طالبانو په اسلام اباد کې له امریکا سره د خبرواترو د پیل په اړه ددې ډلې د چمتوالی په تړاو راپورونه رد کړل.
په دې وروستیو کې یوشمېر پاکستانی رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې د طالبانو استازی په پاکستان کې له ښاغلی خلیل زاد سره لیدنه وکړی.
خو رویټرز خبری آژانس د طالب ډلې مشرانو په حواله راپور ورکوی چې د پاکستان په ګډون د سیمې قدرتونو له دوی څخه غوښتی چې په اسلام اباد کې له امریکایی پلاوی سره لیدنه وکړی او دغه راز په دې خبرواترو کې د افغانستان دولت استازو شتون ومنی.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلی: غواړو روښانه کړو چې په اسلام اباد کې له زلمی خلیل زاد سره د هیڅ ډول غونډې د ترسره کېدو هوډ نه لرو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100929

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *