طالبانو د سولې خبرو لپاره نوې مرکچی ډله اعلان کړه

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 104508

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

د مسکو غونډه، لومړی هغه وه چې افغان سیاستوال او طالبانو پکې ګډون درلود.

طالبان وایی، په دې باور دی چې له امریکایی چارواکو سره د دوی خبرې تر اوسه په ښه ډول رهبری شوې، خو په یوه خبرپاڼه کې یې ویلی چې د موضوع اهمیت ته په کتو سره یې نوی مرکچی پلاوی په کار ګومارلی دی.

خبر پاڼه کې ویل شوی، په دې پلاوی کې چې د دوی د قطر دفتر د مشر او د طالبانو د تحریک د نوی ټاکل شوی مرستیال ملا عبدالغنی برادر له خوا جوړ شوی، ۱۴ کسان دی چې مشری یې شیر محمد عباس ستانکزی کوی.

د پلاوی په ترکیب کې پنځه نوې څېرې ترسترګو کېږی چې د حقانی شبکې د بنسټ ایښودونکی جلال الدین حقانی زوی انس حقانی هم په کې دی.

Image caption

د طالبانو د قطر د دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزی

نوموړی شاوخوا څلور کاله وړاندې د ۲۰۱۴ په اکتوبر میاشت کې د افغانستان د ملی امنیت ځواکونو په وینا په افغانستان کې نیول شوی و.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا بی بی سی ته وویل، انس حقانی د امریکایانو له خوا په منځنی ختیځ کې نیول شوی و چې وروسته افغان حکومت ته سپارل شوی دی.

ملی امنیت: د حقانی شبکې ‘دویم نمبر مشر’ مو نیولی

پاکستان: طالبان باید له افغان حکومت سره خبرې وکړی

طالبان: یوه میاشت کې داعش له افغانستانه ختمولی شو

دی وایی، د مرکچی پلاوی د بشپړېدو او د خبرو د ښه پر مخ بیولو لپاره باید امریکایی ځواکونه انس حقانی بېرته خوشې کړی.

افغان حکومت بیا وایی، انس حقانی د دوی په بند کې دی او تراوسه یې د خوشې کېدو هیڅ ډول پریکړه نه ده شوې.

په دې هکله د ولسمشر اشرف غنی ویاند هارون چغانسوری په یوه ټویټ کې ویلی:

د انځورکاپی حقونه @hchakhansuri


د @hchakhansuri په مټ ټویټر  تبصره : انس حقانی در زندان است و هیچ نوع تصمیم در رابطه به رهایی وی گرفته نشده است. حکومت افغانستان مکلف به تطبیق قانون است و کسانی که در مقابل مردم افغانستان مرتکب جرم شده اند، بر اساس قوانین نافذه در باره‌ی آنان تصمیم گرفته می‌شود. مردم افغانستان در رابطه به اجرای عدالت مطمین باشند.
د انځورکاپی حقونه @hchakhansuri

د ملی امنیت عمومی ریاست رسنیو ته ویلی، افغان حکومت د قانون پلی کولو او د عدالت ټینګښت ته ژمن دی او د دوی په ټکو، د هغه چا په اړه به د قانون په رڼا کې پریکړه کېږی چې د خلکو پر وړاندې یې جرمونه ترسره کړی وی.

پر انس حقانی سربیره د طالبانو له خوا په نوی ټاکل شوی مرکچی پلاوی کې امیرخان متقی، مطیع الحق، عبدالمنان عمری او عبداللطیف منصور هم نوې څېرې دی.

طالبانو ته نژدې سرچینې وایی چې عبدالمنان عمری د طالبانو د بنسټ ایښودونکی ملا محمد عمر ورور دی.

طالبانو په خپل مرکچی پلاوی کې ادلون بدلون په داسې حال کې راوستلی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان په ګډون یوشمیر نورو هېوادونو ته د نوی سفر لړۍ پیل کړې.

د دغه نوې ډلې غړی، شېرمحمد عباس ستانکزی د ډلې مشر، مولوی ضیاءالرحمن مدنی، مولوی عبدالسلام حنفی، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمری، مولوی امیرخان متقی، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه، مولوی مطیع الحق، ملا محمد انس حقانی، ملا نورالله نوری، مولوی محمدنبی عمری او ملا عبدالحق وثیق دی.

د انځور حقوق
بی بی سی

Image caption

ملا عبدالغنی برادر

ټاکل شوې د روانې فبرورۍ میاشتې په وروستۍ اونۍ کې یو ځل بیا طالبان له امریکایی استازو سره په قطر کې جرګه شی.

افغان حکومت بیا ټینګار کوی چې دوی باید د سولې په خبرو ور ګډ شی او ولسمشر اشرف غنی ویلی، د راتلونکې کب میاشتې په وروستیو کې به د سولې خبرو د څرنګوالی په موخه لویه جرګه هم را وغواړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104508

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *