طالبانو د روسیې په غوښتنه ۲ مولداویایی پېلوټان خوشی کړل

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 104310


Fb-Button

تاند- د مولداویا ولسمشر نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې په افغانستان کې دوه یرغمل شوی مولداویایی پېلوټان خوشی شوی دی.

د مولداویا ولسمشر ایګور دونالد د خپل هیواد په پلازمېنه کې وویل، مولداویایی پېلوټان له څه باندې ۳ کاله بنده وروسته خوشی شوی دی.

ده خبریالانو ته وویل«د روانې اوونۍ په پای یا د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به زه په الوتکه کې مسکو ته لاړ شم او له هغه ځایه به پېلوټان خپل هیواد ته راولم.»

دواړه پېلوټان اوس د مسکو په یوه روغتون کې دی او روغتیایی حالت یې د رضایت وړ بلل شوی دی.

دوی د ۲۰۱۵ م کال په نوومبر میاشت کې هغه مهال طالبانو یرغمل کړل چې ایم آی – ۱۷ روسی څرخکه یې په فاریاب ولایت کې ولوېده.

په دې پېښه کې د هیلی کوپتر یوه مولداویایی عمله ووژل شوه. دوی د ملګروملتو له لوری سیمې ته مرسته رسوله.

مولداویایی رسنۍ وایی چې دواړه پېلوټان د فبرورۍ په ۹ مه /د شنبې ورځ/ له اوږدو خبرو وروسته خوشی شول.

د دوی په خلاصون کې روسیې مرسته وکړه.

د مولداویا ولسمشر خبریالانو ته وویل، پېلوټان یې هغه مهال خوشی شول چې ده د روسیې د فدراسیون له مشرتابه څخه په خپله وغوښتل چې په دې قضیه کې مرسته وکړی.