طالبانو ته د واک سپارلو په موخه د ولسمشر غنی شرط

  • خپرول: ۲۸ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 105368

ولسمشر محمد اشرف غنی د مونیخ په امنیتی غونډه کې اعلان وکړ چې که طالبان په ولسمشریزو  ټاکنوکې له ګډون  وروسته بریالی شی، حاضر دی قدرت دې ډلې ته وسپاری.

اشرف غنی د مونیخ په امنیتی غونډه کې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل د سولې اساسی شرط وباله.

ده ټینګار وکړ  چې په افغانستان کې د راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل مهم دی ترڅو په هېواد کې د سولې لپاره زمینه برابره شی.

اشرف غنی له طالب ډلې وغوښتل ترڅو په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون  وکړی او خپلې غوښتنې له خلکو سره شریکې کړی او  د ټاکنو له لارې واک ترلاسه کړی. 

ده زیاته کړه: په ولسمشریزو  ټاکنو کې د طالبانو  د بریالی کېدو په صورت کې حاضر دی قدرت دې ډلې ته وسپاری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105368

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *