طالبانو ته د روسی سلاکارانو د پوځی روزنې خبر په تړاو د روسیې سفارت غبرګون

  • خپرول: ۲۴ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 112115

په کابل کې د روسیې سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې اړه چې د روسیې پوځی سلاکاران طالبانو ته پوځی روزنې ورکوی، د غزنی ولایتی شورا یوه غړی ادعا بې اساس بللې او په دې برخه کې یې د څېړنې غوښتونکی شوی دی.
د غزنی ولایتی شورا یوه غړی حسن رضا یوسفی څو ورځې وړاندې له رسنیو سره په مرکه کې ویلی وو چې د روسیې پوځی سلاکاران د غزنی په ځینو سیمو په ځانګړی ډول په اجرستان ولسوالۍ کې طالبانو ته پوځی روزنې ورکوی.
د روسیې سفارت په اعلامیه کې راغلی چې دا هېواد طالبانو ته هیڅ ډول مالی او پوځی مرستې نه دی کړی او نه کوی، خو لکه څرنګه چې د غزنی سیمه ییزو چارواکو له هغې جملې والی ویلی چې داسې اسناد او مدارک په لاس کې نه لرو چې طالبانو ته د روسیې پوځی او مالی مرستې په ډاګه کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112115

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *