طالبانو تایید کړه چې دقطر په خبرو کې به د دوی له لوری ښځینه استازې هم برخه ولری

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 112773


Fb-Button

تاند- د لومړی ځل لپاره به د طالبانو په مرکچی پلاوی کې څو ښځې هم برخه ولری.

ټاکل شوې ده چې د روان اپریل په ۱۹ – ۲۱ د طالبانو، حکومت او نورو افغان سیاستوالو ترمنځ په قطر کې غونډه جوړه شی.

د طالبانو ویندوی د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د دوی په پلاوی کې به یو شمېر ښځې هم ګډون ولری.

د طالبانو له لوری دا پرېکړه د دې غورځنګ په لیدلوری کې د لوی بدلون ښکارندویی کوی ځکه چې دې ډلې پر افغانستان د واک په موده کې ښځې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې کړې وې.

د سولې په خبرو کې د ډېرو نړیوالو او افغانانو یوه اساسی غوښتنه دا ده چې باید له طالبانو څخه د ښځو د حقونو په اړه ضمانت واخیستل شی.

د ګارډین بریتانیایی ورځپاڼې د راپور له مخې، د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل«د قطر د دوحې په غونډه کې به د طالبانو په پلاوی کې ښځینه استازی هم وی.»

ده د ښځو د نومونو او شمېر په اړه څه ونه ویل خو یو شمېر نور طالب سرچینو ویلی چې د طالبانو په ۲۵ کسیز پلاوی کې به ۷ تنه ښځې وی.

همداراز د افغانستان په ۱۵۰ کسیز پلاوی کې به (حکومت او له حکومته دباندې افغانان) ۴۰ ښځې برخه ولری.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د طالبانو په پلاوی کې د شاملو ښځو په اړه وویل«دا ښځې د طالبانو د جګپوړو مشرانو له کورنیو سره خپلوی نه لری، دوی عادی افغانانې دی، د افغانستان له داخله او بهره هغه ښځې دی چې د اسلامی امارت ملاتړ کوی.»

د قطر خبرې به غیررسمی وی او طالبانو ویلی چې دا خبرې به په دې معنا نه وی چې دوی د افغانستان له حکومت سره خبرې کوی.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه قطر ته په تلونکې ۱۵۰ کسیز پلاوی کې به ځینې وزیران، والیان او نور چارواکی شامل وی.

د ګارډین پر اساس، د طالبانو ویندوی ویلی چې دوی د ښځو په اړه خپل هغه دریځ بدل کړی چې په نوی یمه لسیزه کې یې له واک ته رسېدو وروسته خپل کړی و.

ذبیح الله مجاهد وایی چې نجونې تعلیم ته هڅوی او د اسلام په چوکاټ کې د ښځو حقونه منی.