صبغت الله مجددی، سیاست، ښېګڼې او کمزورۍ

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 104437

مجددی

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

د ۱۹۸۷ کال جنورۍ پر ۱۷ مجددی پېښور کې یوې غونډې ته وینا کې د کابل حکومت له خوا د اوربند وړاندیز ردوی.

د افغانستان پخوانی ولسمشر او د ملی نجات ګوند رییس حضرت صبغت الله مجددی د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۳ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د ښاغلی مجددی فېسبوک پاڼې او د ده کورنۍ ته نژدې سرچینې وایی نوموړی د فبرورۍ پر ۱۱ نېټه کابل کې ساه ورکړه.

تردې وړاندې هم څو ځله د ښاغلی مجددی د مړینی خبر خپور شوی و، چې هر ځل یې د کورنۍ له خوا رد شوی و.

ټاکل شوې چې د نوموړی جنازې مراسم د چهارشنبې پر ورځ د کابل غازی سټډیوم کې تر سره شی.

حضرت صبغت الله مجددی په ۱۹۲۵ د اپرېل پر ۲۵ کابل کې د مجددیانو په مشهوره دینی کورنۍ کې زیږېدلی و.

نوموړی د مصر په قاهره پوهنتون کې خپلې لوړې زدکړې پای ته رسولې وې.

افغانستان کې د ثور له کودتا وروسته چې د خلق دیموکراتیک ګوند قدرت ته ورسېد، په ضد یې د جهاد فتواوې ور کړل شوې او پر ضد یې یو او بل ځای خلک پورته شول.

مجددی- چې په ډنمارک کې و- له هغه ځای پاکستان ته ولاړ او د ملی نجات جبهې په نامه یې د کابل دولت پر وړاندې سیاسی او وسله واله مبارزه پیل کړه.

نوموړی چې د منځلاری ګوند مشر و، ډېری پلویان یې خپل مریدان، قومی مشران او یو شمېر لوستی روڼ اندی و چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پکې راځی.

د مجددی غوسه

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

پر ۲۰۰۸ کال نوی ډېلی کې مجددی یوه کانفرنس کې د تبتیانو له روحانی مشر دلیلاما سره.

د بی بی سی پخوانی خبریال او د افغانستان د چارو شنونکی رحیم الله یوسفزی چې له کلونو راهیسې افغان چارې څاری او جهادیان هم له نږدې لیدلی او څارلی، مجددی مهربان او منځلاری مشر بولی او له سیاسی پلوه به وایی ستونزمن وخت کې د جهادیانو مشران او ښکېل لوری پر نوموړی را ټولېدل:

“هغه خوږ سړی و، ډېر پوه هم و، خو هر انسان نیمګړتیا لری او د ده کمزوری دا وه چې ډېر ژر به غوسه کېده او کومه خبره به یې چې په طبعه ښه نه وه ژر به غوسه شو او دا غوسه به یې څرګندوله.”

په ورته مهال زیاتوی چې د اوو ګونو ډلو کې یې هم ډله درلوده، خو د نورو ډلو په څېر میدان کې ډېر پیاوړی ګوند نه و، مګر سیاسی اهمیت ډېر نه و او پوځی یا نظامی اهمیت ډېر نه و.

صبغت الله مجددی په ډانګ پېیلو خبرو مشهور و، خبرو کې ډېر نه تمېده او ان کله به یې ژر هم قضاوت کاوه.

د متحده ایالتونو سره یې د امنیتی تړون د جوړې شوې مشورتی جرګې په پای کې نوموړی له ولسمشر کرزی وغوښتل چې دا تړون ډېر لاسلیک کړی.

نوموړی ګواښ وکړ که دا تړون نه لاسلیکوی، نو مجددی به ژر مهاجرت وکړی.

زه ژمنه در کوم که تړون نه لاسلیکوې، نو زه به هجرت وکړم.

خو د دې تړون له لاسلیک څو کلونه وروسته نوموړی د جاهدیانو یوه غونډه کې چې پځوانی ولسمشر کرزی هم پکې و، د دې تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

بند

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

د ۱۹۹۳ کال مارچ ۷ افغان جهادی مشران اسلام اباد کې د سولې تړون تر لاسلیکولو وروسته دوعا کوی.

مجددی له ۱۹۵۹ تر ۱۹۶۴ د روسیې د هغه وخت د لومړی وزیر نیکیتا خوروشوف د وژلو د هڅې په تور بندی شوی و.

له بندی خانې وروسته له افغانستان ووت او ډېر وخت یې ډنمارک او پاکستان کې تېر کړ.

په ۱۹۹۲ کال کې د ډاکتر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته ښاغلی مجددی د افغانستان “اسلامی دولت” د لومړنی ولسمشر په توګه د دوو میاشتو لپاره دنده ترسره کړه او د اسلام اباد د موافقې له مخې یې د جمعیت ګوند مشر برهان الدین ربانی ته وسپارله.

د ګلبدین حکمتیار او د جنرال دوستم د ډلو په مشرۍ د همغږۍ شورا په جوړېدو سره مجددی د دې شورا مشری کوله.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نوموړی ځان له سیاسته ګوښه کړی، خو یو وخت یې د طالبانو او د جهایانو د قومندان احمد شاه مسعود د بندیانو تبادله هم وکړه.

نوموړی د خپلې لنډې واکمنۍ او تر هغه وروسته پاکستان د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه تورناوه او د طالبانو بریاوې یې د ای اېس ای په مرسته او د هغوی بریا بلله.

هغه وخت نوموړی بی بی سی ته وویل”تر اوسه مې هڅه کوله سوله راشی ځکه مې دا خبره نه کوله، اوس چې طالبان وایی، سوله نه کوی، جنګ غواړی نو ریښتیا درته وایم چې دا دومره فتحې چې طالبانو کړې د پاکستان په مرسته یې کړې دی.”

ځینې ژوند پېښې

صبغت الله مجددی په ۲۰۰۳ کال کې د اساسی قانون د لویې جرګې د مشر په توګه وټاکل شو.

۲۰۰۵ کال کې د مشرانو جرګې مشر او ۲۰۱۱ کال کې د مشرانو جرګې غړی شو.

نوموړی پر ۲۰۱۳ کال د مشورتی لویې جرګې مشر هم و.

پر ۱۹۹۲ کال د واکمنۍ پر مهال له هغه افغانستان ته د راستنېدو پر مهال هوایی ډګر کې د الوتکې کوزېدو پر مهال د نوموړی په الوتکه برید وشو، خو پیلوټ الوتکه سمه کوزه کړه او ده ته زیان ونه رسېد.

دا راز پر ۲۰۰۶ کال چې مشرانو جرګه کې و، په ګاډی یې دوه ځانمرګی بریدونه وشول، خو ده ته زیان ونه رسېد.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104437

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *