صبغت الله مجددی : داعش د اهل سنت څخه نه بلکه د خوارجو له نسل څخه دی

  • خپرول: ۱ قوس ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 39505

جګپوړی جهادی مشر حضرت صبغت الله مجددی چې د محبان اهل بیت او تکفیری مسالې په نړیواله ناسته کې ګډون کړی وو وویل چې داعش هیڅکله د اهل سنت د نسل څخه نه بلکه دغه ترهګریزه ډله د خوارجو له نسل څخه ده.
د اهل بیت لومړنۍ نړیواله ناسته د نړۍ ۹۴ هېوادونو څخه د شیعه او سنی څه باندې ۵۰۰ غړو او د اېران څخه د ۲۵۰ شیعه او سنی عالمانو په حضور سره به تهران کې په کار پیل وکړ.
د افغانستان پخوانی ولسمشر صبغت الله مجددی دې ته په ټینګار سره چې دداعش په څېر ترهګریزې ډلې هیڅکله د اهل سنت استازی نشی کیدای بلکه دوی د خوارجو له نسل څخه دی. دی څرګند کړ چې ټولو ته باید روښانه شی چې سخت دریځۍ به د بېلوالۍ لامل وشی ، هغه څه چې د دښمنانو غوښتنه ده.
د افغانستان پخوانی ولسمشر دې ته په ټینګار سره چې اهل سنت د کوم شک پرته د اهل بیت د پلویانو څخه دی او د پیغمبر ص د دوستۍ په واسطه به د ټولو سره مینه ولری او د اصحابو سره مینه لازمی ګڼی ، څرګند کړ : د اهل بیت سره مینه د اهل سنت پانګه ده او اهل سنت د اهل بیت دښمنان دښمن ګڼی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=39505

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *