صالح: د آی ایس آی نازولی طالبان، د آی ایس آی ارزان بیه مزدوران وژنی

  • خپرول: ۲۶ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 131231


Fb-Button

تاند، شنبه ، د اسد ۲۶مه: د افغانستان د ملی امنیت پخوانی مشر او راتلونکو ټاکنو کې د اشرف غنی لومړی مرستیال امرالله صالح چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې له یو تروریستی برید څخه روغ ووت اوس یې د ملا هبت الله د ورور په وژنه غبرګون ښودلی دی.

 نوموړی پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی، د طالبانو پالیسی سازه اداره یا د کویټې شورا د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې فعاله ده چې د یو مهم غړی په وژل کېدو سره یې د طالبانو او امریکا د سولې د هوکړې په تړاو د طالبانو خپلمنځی اختلافات په زیاتېدو دی: (( داسې ښکاری چې آی ایس آی ته ډېر نږدې او نازولی طالبان راپاڅېږی او ارزانه خرڅېدونکی طالبان له مخې لرې کوی او وژنی یې.))

 دا په داسې حال کې ده چې پرون د طالبانو د مشر ملا هبت الله ورور او د کچلاغ د وزیر اباد د طالبانو د مهمې مدرسې او جومات امام حافظ احمدالله له هغه سره یې د کورنۍ نږدې ۷ خپلوان د یو ځانمرګی برید له کبله ووژل شو.

دې برید کې ۲۵ کسان نور ټپیان شول چې د طالبانو د نظامی کویټې شورا مهم غړی وو.

 د طالبانو سرچینو تاند ته ویلی، چې ملا احمدالله به هلمند، کندهار، ارزګان او نورو سیمو ته د طالبانو تشکیلات کول او د سولې په خبرو یې باور نه درلود، بلکې نوموړی ډېر زشت او تریخ سړی و او فکر یې درلود چې امریکا په افغانستان کې ماته شوې ده.

په دغه ورځ ملا هبت الله پخپله دې جومات د جمعې د لمانځه لپاره نه و راغلی ګنی د طالبانو ځینو سرچینو ویلی چې پخپله ملا هبت اله هم د برید هدف و.