شیخ عبدالقادر ګیلانی او قادریه طریقه  

  • خپرول: ۲۸ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 64706


Fb-Button

مسعود پښتون

د تصوف له دریو مشهورو طریقو څخه یو هم دقادریه طریقه ده، چې بنسټ اېښودونکی یې شیخ محی الدین عبدالقادر ګیلانی بن ابی صالح چنګی دوست بن عبدالله بن موسی بن عبدالمخلص بن حسن المثنی بن علی بن ابی طالب دی. باید یادونه وکړم، چې په ځېنو کتابونو کې ابومحمدعلوی حسنی او په ځېنو کې وروسته له موسی بن عبدالله بن امام حسن ذکر راغلی دی. په شرق کې اولنی شخص دی، چې د اولیاء په لقب یادېږی او مریدان یې غوث الثقلین، شیخ کل، د مشرق شیخ او غوث ګیلانی یادوی. پروفېسور شوشتری ددې شیخ د زوکړې نېټه ۱۰۷۸م ۱۱۶۶م یادوی او د پېداېښت ځای یې د بین النهرین ګیلان او ځېنې یې بیا د ګیلان غرب خواته یادوی.

قادریه طریقه یو تربیوی ( روزنیزه ) سلوکی تگلاره ده، کومه چې د پوره اخلاص او د هر ډول ریا څخه د نیت پر پاکوالی سر بېره د هغو ادابو، قواعدو او اصولو سره موافقه ده،  چی د سیدنا شیخ عبدالقادر الجیلانی رضی الله عنه څخه را نقل شوی دی او له نوموړی وروسته د قادریې طریقې رښتنی مشایخ پر هغه لاره تللی دی. د اخلاق حمیده (نیکواخلاقو) حاصلول او د اخلاق ذمیمه ( بدو اخلاقو ) څخه د پاکوالی او لوى څښتن عزوجل ته د قرب (نزدېکت ) او د هغه د رضا وحاصلولوته لارښوونه کوی.

داراشکوه  چې د شاه جهان مغولی پاچا زوی ؤ، هغه پخپل اثر (سکینت الاولیاء) کې لیکی : بنای طریقه متبرکه قادریه بر طریق (صحو) یعنی هوشیاری است و کثرت فتوح وعدم تقرس است صحر عبارتست از حصول مراد و صحبت حال.

د شیخ ابوالحسن علی ابن سلیمان خباز څخه نقل دى،  چی ماته په ۵۹۲هـ کال کی په بغداد کی شیخ عمران کیمیانی او شیخ بزار وویل،  چې د سیدنا و مرشدنا غوث الثقلین سید شیخ محی الدین عبد القادر الجیلانی رضی الله عنه څخه و پوښتل شول،  چې که کوم څوک دا ارزو ولری او تاسو ته ځان منسوبوی، خوستاسو ته یې لاس نه وی نیولى ستاسو څخه یې خرقه نه وی غوستې، آیا دا ستاسو د ملگرو څخه شمېرل کیږی؟

سیدنا و مرشدنا غوث الثقلین سید شیخ محی الدین عبد القادر الجیلانی رضی الله عنه و فرمایل: څوک چی په ما پوری ځان تړی او ماته ځان منسوبوی،  نو الله تعالى به هغه قبول کړی او هغه زما د ملگرو څخه دى. الله عزوجل را سره ژمنه کړې ده، چی څوک ستاسو سره مینه او محبت کوی هغوى به جنت ته داخل کړم.

د تصوف په کردستان کې د کتاب لېکوال لېکی،  شیخ عبدالقادر ګیلانی خپلې لومړۍ د حدیثو زده کړې له ابوبکرمحمد بن احمد وعلی بن احمد  او ابوطالب بن یوسف څخه وکړې او قفه او د څلور مذهبونه (مالکی، حنیفی، حنبلی او شافعی) زده کړې یې له هبه الله بن مبارک او ابی ناصر څخه پر مخ یوړې، نوموړی زیاتوی، چې شیخ د لومړی ځل لپاره له شیخ سعدی سره د کعبې په طواف کې لېدنه کاته وکړل. د شیخ د وعظ او نصیحت لومړی ځای بغداد (باب حلیا) وی،  چې وروسته وروسته یې په ۵۲۸هـ ق کال د ځان لپاره له بغداد څخه بهر د المخزومی نومې مدرسه اختیار کړه.

ګیلانی د یو نوی کلونو په عمر وفات شوی، چې د حنبلې مدرسې حقوقی رئس وی.  نوموړی یو ډېر پرهېزګاره انسان وی، په خپل وخت کې یې ګڼ شمېر یهودیان او مسیحیان د اسلام په دین مشرف کړی دی. ددغې طریقې پیروان په عراق،مراکش، اندلس، افغانستان، پاکستان، هند او منځنۍ آسیا کې ډیر زیات دی. د قادریه طریقې مریدان په ریاضیت، خلوت او د مشایخو په مزاراتو باندې د خپل سلوک خاص او غوره آداب چلوی، لوی پیر یې «شیخ عبدالقادر ګیلانی رحمه الله » دی،  چې په  غوث الاعظم دستګیر سره شهرت لری. دی حنفی مذهبه ؤ، خو د فتوې په وخت کې به یې د شافعی او حنبلی مذاهبو څخه هم ګټه اخېستله.

د قادریه سلسلې د مشر ګیلانی مشهور اثار په لاندې ډول دی:

  • فتوح الغیب با ترجمه و شرح از شیخ عبدالحق دهلوى در ۳۱۶ صفحه
  • الغنیه لطالب طریق الحق
  • الفتح الربانى
  • حزب بشائر الخیرات
  • جلال الظاهر
  • المواهب الرحمانیه و الفتوح الربانیه
  • یواقیت الحکم
  • الفیوضات الربانیه

د قادریه طریقې د نسب طریقه له حضرت نبی اکرم (محمد ص) څخه شروع کېږی:


                 حضرت محمد صلی الله علیه وسلم، حضرت علی کرمه الله وجهه، حضرت تحسن مجتبی (رض(، حضرت حسین شهید کربلا (رض(، حضرت زین العابدین(رح(،  حضرت محمد باقر(رح(، حضرت جعفر صادق(رح(، حضرت موسی کاظمی (رح(، حضرت علی رضا(رح(، حضرت معروف کرخی(رح(، حضرت سری سقطی (رح(، حضرت جنید بغدادی(رح(، حضرت ابوبکر شبلی(رح(،  حضرت عبدالوحد تمیمی (میچنی) (رح(، حضرت ابوالفتح یوسف طرطوتی(رح(، حضرت ابوالحسن مکاری(رح(، حضرت ابوسعید مخزومی(رح(، حضرت سید عبدالقادر ګیلانی(رح(، حضرت سید عبدالرازق(رح(، حضرت سید شرف الدین قتال(رح(، حضرت سید عبدالوهاب(رح(، حضرت سید بهاءالدین (رح(، حضرت سید عقیل (رح(، حضرت سید شمس الدین صحرایې (رح(، حضرت ګداء الرحمن اول(رح(، حضرت سید شمس الدین عارف(رح(

حضرت سید ګداء الرحمن ثانی(رح(، حضرت سید شاه فضیل (رح(، حضرت شاه کمال کیتلی(رح(، حضرت شاه سکندر(رح(، حضرت شیخ احمد فاروقی (رح)، حضرت محمد سعید فاروقی(رح(، حضرت عبدالاحد وحدت فاروقی(رح)، حضرت محمد عارف سنامی(رح(، حضرت میرزاجان جانان(رح(، حضرت عبدالله غلام علی (رح(، حضرت ابوسعید فاروقی(رح)، حضرت شاه احمد سعید فاروقی (رح)، حضرت محمد عمر فاروقی (رح) او  حضرت ابوالخیر عبدالله فاروقی (رح) دی.

شیخ ګیلانی شاعر هم وی، نوموړی په عربی ژبه ګڼ شمېر شعرونه لېکلی، داسې هم انګېرل کېږی، چې شیخ په فارسی ژبه هم ځېنې شعرونه لېکلی دی. ډېری پوهان او لېکوالان دا فارسی شعرونه نوموړی ته منسوبوی:

گـر بیائــى بســر تربـت ویرانــه مـــــا

بینى از خون جگر آب شده خانه مــا

فتنهانگیز مشو کاکل مشگیــن مگشــاى

تــاب زنجیــر نــدارد دل دیوانــه مــا

محیى بر شمع تجلاى جمالش مىسوخت

دوست مىگفت زهى همت مردانه ما

ناامیدم کردى از خود اى خوش آن روزى که من

آرزوى بـــوس و امیـــد کنارى داشتم

هر دوعالم را ز یک پرتو سراسر سوختى

آفتاب از آتش من گرد شادى داشتــى

شیخ عبدالقادر د خپل ځان په اړه وایی :

شکر اللَّه که نمردیم و رسیدیم به دوست

آفرین باد بر این همت مردانه ما

همدارنګه شیخ یوه قصیده هم ویلې، چې د غوثیه په نوم یادېږی،  دا قصیده اته وېشت بېته ده، د خپلو روحی مقامونو په اړه ویلې ده. کیوان قزوینی په اول جلد د کیوان نامه په ۱۴۷ صفحه کې لیکی: ولی هغه چاته ویل کېږی، چې د کرامت څښتن واوسی او د لومړی ځل لپاره د ولی لقب شیخ عبدالقادر ګیلانی ته کارول شوی دی.

د سید حاج اسمعیل بن السید محمد سعید القادری په الفیوضات الربانیه فی الماثر والاوراد القادریه نومی کتاب کې، چې په مصر ی عربی لېکل شوی، په ۱۰۶ صفحه کې د ګیلانی درې ورقې لقبونه ذکر کړی، چې د هغو لقبونو څخه یې ځېنې دادی:

شمس بلاافل – در بلا مثل – بدر بلاکلف – بحر بلا طرف – بازاشهب – محیى الرمیم – جمال اللَّه – سیف اللَّه المسلول – شیخ الکل – کافى المهمات – ذاالمذهب الحنبله – قطب الاقطاب ملک الزمان – وارث کتاب اللَّه – فرد قطب ……… !

په هند کې د قادریې طریقې رواجول د سید صفی الدین ګیلانی پواسطه په (۵۴۸- تر ۶۵۰) هجری کې وفات شوی دی. سید ابوعبدالله محمد غوث ګیلانی د شیخ عبدالقادر ګیلانی اتم خلیفه په هند کې دغې طریقې ته زیات مریدان پیداکړل. په قندهار کې د سید حسن نقیب الاشرف د کورنۍ پواسطه د اطریقه زیاته مروجه شوه، ددې طریقې مشهور پېرویان په افغانستان کې د ګیلانی کورنۍ ده.  سید محمود گیلانی ددې طریقې مشر یادېږی او اوسنی خلیفه یې پیر سید احمد ګیلانی دی،  چې د افغانستان د ملی محاذ د تنظیم مشری هم دی، پېر احمد ګیلانی د شرآغا جان زوی دی.  سید عبدالقادر ګیلانی هم ددې کورنۍ تصوفی او عرفانۍ عالیمقامه منور شخصیت او ددې طریقې خلیفه دی، د هجرت په سختیو کې هم د کویټې په ښار کې د قادریې دربار چلوونکی وی .

د قادریې طریقې اذکار:


۱- لااله الاالله: ۱۶۵ واره پر لطیفه صدر ویل کېږی.
۲- اللهﷻ: پر لطیفه قلب، ویل کېږی.
۳- هُوَ: پر لطیفه روح، ویل کېږی. 
۴- حَیٌ: پر لطیفه سِر، ویل کېږی.
۵- واحدٌ: پر لطیفه نفس، ویل کېږی.
۶- یاعزیزُ: پر لطیفه خفی، ویل کېږی.
۷- یا وَدُودُ: پر لطیفه خفْی، ویل کېږی.


دغو اوو ذکرونو ته اصول وایی او پاته شپږ ذکرونو ته فروع وایی:


۸- حَقٌ: پر لطیفه قلب ویل کېږی.
۹- قَهَارٌ: پر لطیفه روح ویل کېږی.
۱۰- قَیُومٌ: پر لطیفه سِر ویل کېږی. 
۱۱- وَهَابٌ: پر لطیفه نفس ویل کېږی.
۱۲- مُهَیمِنٌ: پر لطیفه خفی ویل کېږی.
۱۳- باسطٌ: پر لطیفه اخفْی ویل کېږی.
(لااله الاالله) ۱۶۵ واره پاته ۱۲ هر یو سل واره ویل کېږی.

اړوند مطالب


طالب پلاوی په پاکستان کې له حامد ګیلانی سره وکتل


حیدرعلی ګیلانی وایی، په افغانستان کې پنجابیانو نیولی و


په ارګ کې له لمانځه وروسته د پیر ګیلانی جنازه په سرخرود کې خاورو ته سپارل کېږی


ملی امنیت د حامد ګیلانی څرګندونې وغندلې

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=64706

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 4 = 5