شپژ موردونه چې باید په روژه کې په پام کې ونیسو

  • خپرول: ۲۶ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 58349

سبا پنجشنبه د روژې لومړۍ ورځ ده، په ګرده نړۍ کې به خلک د اسلامی عقیدې له مخې له لمر ختو تر لمر لوېدو روژه نیسی.
موخه یې دا ده چې معنویت زیات شی، دین ته پام واړول شی، اوږده لمنځونه او دعاوې وشی، پر ځان کابو ودرلودل شی، ځکه روژه هغه فرصت دی چې په انسان کې معنویت او روحانیت زیاتوی.
کیدی شی دا اسانه خبره معلومه شی، خو ځینې کیسې او خبرې داسې هم دی چې له کلونو راهیسې یې خلک منی.
لاندې موږ شپږ هغه مهم ټکی درته تشریح کوو چې ډېری ګومان کوی سم یا ناسم دی. دا څېړنه شبیر حسن وړاندې کړې چې د اسلامی زده کړو او شرعیاتو زده کوونکی او د قران حافظ دی.
په ډېری برخو کې دغه ډول خبرې پر مذهب پورې اړه لری او ځینې برخې یې بیا هر ډول تعبیرېدای شی.
آیا د غاښونو مینځل روژه ماتوی؟
د علماوو په اند د غاښونو مینځل روژه نه ماتوی.
د ښاغلی حسن په وینا ځینې خلک فکر کوی چې د غاښونو مینځلو د کریم لږ خوند ستاسو روژه ماتوی، چې دا ناسمه خبره ده.
که څه هم ځینې علما په دې نظر دی چې د غاښونو مینځل هېڅ ستونزه نه لری، ښاغلی حسن د هغوی لپاره چې غواړی په پوره پام غاښ ومینځی لاندې لارښوونې په نظر کې لری:
“تر ټولو ښه مشوره دا ده چې لږ کریم وکاروئ. داسې کریم وکاروئ چې پیاوړی او ډېر زورور د نعناع خوند ونلری.”
ښاغلی حسن همدارنګه د مسواک کارولو وړاندیز هم کوی. مسواک د روغتیا د نړیوالې ادارې لخوا هم د خولې د پاکوالی لپاره وړاندیز شوی.
آیا لاړې تېرول روژه ماتوی؟
تاسو لاړې تېرولئ شې او حتی د دې مشوره هم ورکول کېږی.
ښاغلی حسن وایی “دا چې لاړې نشئ تېرولی بیخی ناسمه خبره ده. د خپلو لاړو تېرول طبیعی کار دی، دا ستاسو روژه نه ماتوی.”
خو څه چې ستاسو روژه ماتولی شی هغه د بل چا سره د بدن د اوبو لکه لاړو تبادله او تېرول دی.
ښاغلی حسن زیاتوی “د بل چا لاړې تېرول بیا ستاسو روژه ماتوی.”
ځکه خو ښاغلی حسن وایی “تاسې نشئ کولی د خپلې مېرمنې یا خاوند ښکل کړئ یا ورسره نژدې شئ. د روژې اصلی موخه همدا ده چې تاسې خپلې غوښتنې کابو کړئ، له ډوډۍ نیولې، تر خوراک، څښاک او جنسی اړیکو هر څه.”
ایا روژه یوازې په خوراک او څښاک ماتېږی؟
خوراک او څښاک یوازینی شیان نه دی چې روژه مو خرابولی شی.
ښاغلی حسن وایی نور داسې څه هم شته چې روژه مو ماتولی شی، دی وایی “د ژبې ګناوې” مو روژه ماتولی شی.
دی زیاتوی “د روژې ثواب هغه مهال کمېږی چې څوک غیبت وکړی، په بل چا پسې خبرې وکړې او یا ښکنځلې وکړی.”
آیا په ناپامۍ خوراک یا څښاک مو روژه ماتوی؟
که تاسې رښتیا پام نه وی چې روژه یاست او یو څه وخورئ، ستاسو روژه نه ماتېږی، خو څنګه مو چې پام شو، خوراک او څښاک بند کړئ.
خو که په داسې حالت کې څه وخورئ یا وڅښئ چې پام مو وی، لکه د اوداسه پر مهال، نو دا مو روژه خرابوی.
د اوداسه پر مهال د خولې مینځلو پر مهال پام کوئ، ځکه که دغه مهال اوبه در څخه تېرې شی، دا مو روژه ماتوی.
ښاغلی حسن وایی “کله چې اودس کوئ، نو د ستونی مینځلو یا اوبه غړغړه کولو څخه ځان وساتئ، یوازې مو په خوله اوبه تېرې او بېرته یې تو کړئ.”
آیا درمل خوړل مو روژه ماتوی؟
د برتانیې د مسلمانانو ټولنه د نړیوالې روغتیایی ټولنو سره له خلکو غوښتنه کوی چې هغه درمل چې باید یې وکاروی د هغو کارول مه هیروئ، لکه د سترګو څاڅکی.
د برتانیې د مسلمانانو ټولنې همدا ډول د روغتیا په هکله ځینې ټکی خپاره کړی چې د روغتون لپاره دی، په دې کې د سترګو څاڅکی، د غوږونو څاڅکی، ستن یا پیچکاری هغه څه دی چې روژه نه ماتوی.
خو د دوا خوړل مو روژه ماتوی، دا باید د روژې له ماتولو وروسته او یا له نیولو مخکې وخوړل شی.
ښاغلی حسن وایی “که تاسې روغتیایی ستونزه لرئ، نو روژه نیولو ته اړتیا نه لرئ. او بیا ښکاره ویل شوی چې باید د ډاکټر مشورې ته غوږ شئ، که درته وایی چې روژه نیولی شئ نو ویې نیسئ، که نه نو مه یې نیسئ.”
آیا تاسې په هر حالت کې باید روژه ونیسئ؟
په اسلام کې روژه یوازې په هغو فرض ده چې له روغتیای پلوه روغ وی، یوه ځانګړی عمر ته رسېدلی وی.
په دې مانا چې ماشومان، ذهنی او فزیکی ناروغان، بوډاګان، مساپر، میندواره او تی ورکوونکې ښځې روژې نیولو ته نه دی اړ.
د هغو بالغو کسانو لپاره چې نشی کولی روژه ونیسی نورې لارې چارې شته چې ځان روحانیت او معنویت ته نژدې کړی.
ښاغلی حسن وایی “د هغوی لپاره چې لنډ مهاله روغتیایی ستونزه لری کولی شی له رغېدو وروسته په ځانګړو ورځو کې بېرته روژه ونیسی.”
ښاغلی حسن همدارنګه زیاتوی “خو که روغتیایی ستونزه اوږدمهاله وی نو دوی باید فدیه ورکړی، چې د هرې ورځې پر سر حسابېږی او تاسې یوې بې وزله کورنۍ ته خواړه ورکولی شئ، په انګلستان کې به دغه پیسې د درېو او څلورو پونډو تر منځ وی.”

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=58349

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *