شمال کی د اعتراضونو د دوام له امله د آقینې بندر تړل شوی

  • خپرول: ۲۵ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 70119

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وایی، د هېواد په شمال کې د پراخو اعتراضونو له امله د آقینې بندر د تړل کېدو په دوام، په ورځ کې نېږدې ۷۰۰ زره ډالر سوداګرو ته مالی زیانونه اړول کېږی.
د هېواد سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی ویلی چې د عوایدو کچې د کموالی سربېره، د ۱۰ سلنو څخه تر ۱۵ سلنه پورې د سون توکو بیه زیاتوالی موندلې ده.
د سوداګرۍ خونې مسولین وایی، د تیلو او ګازو سلګونه ټانکرونه له سرحد نه اخوا په ترکمنستان کې درول شوی او د بندر د خلاصېدو په تمه دی. د مسولینو په وینا، ګرمه هوا ددغو ټانکرونو د اورلګېدو ګواښ ته زیاتوالی ورکړی دی.
د هېواد په شمال کې د آقینې بندر په هېواد کې یوله مهمو وارداتی بندرونو څخه ګڼل کېږی او د یاد بندر په تړل کېدو سره، په هېواد کې د سون توکو بیه هم زیاتوالی موندلې ده.
دا بندر له د جنرال عبدالرشید دوستم استازی نظام الدین قیصاری د نیولو په تړاو یوې اونۍ را پدېخواه د اعتراض کوونکو پرمخ تړل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=70119

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *