شمالی کوریا ته د اېران د بهرنیو چارو وزیر سفر

  • خپرول: ۱۰ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 114992

د اېران د بهرنیو چارو وزیر محمود جواد ظریف شمالی کوریا ته دخپل سفر پروګرام په اړه خبر ورکړ.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، محمود جواد ظریف نیویارک ته دخپل سفر په پای او په دې اړه چې ایا له حسن روحانی سره د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون د لیدنې لپاره کوم پروګرام شتون لری، دې پوښتنې ته په ځواب وویل چې د ولسمشر پروګرام په اړه معلومات نه لرو خو زما په کاری پروګرامونو کې شمالی کوریا ته د سفر شونتیا شتون لری او په نېږدې راتلونکې کې کره نېټه یې په ډاګه کوم.
دغه راز د اېران د بهرنیو چارو وزیر دې پوښتنې ته په ځواب چې اورېدل شوی په راتلونکې کې به روسیې ته سفر وکړی، وویل: د راتلونکې لسو ورځو په لړکې به د دوه اړخیزو مرستو په چوکاټ کې روسیې ته لاړ شم او له هغې نه مخکې دوه ګاونډیو هېوادونو ته سفر کوم.
لکه څرنګه چې ومو ویل زموږ ګاونډیان تل زموږ لومړیتوبونه دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114992

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *