شمالی کوریا: له امریکا سره د لیدو لېوالتیا نه لرو

  • خپرول: ۱۹ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 43879

شمالی کوریا وایی، نیت نه لری چې د جنوبی کوریا د المپیک په ژمنیو لوبو کې چې رسماً سبا پیلېږی، له امریکایی چارواکو سره وګوری.
دا خبر د پیونګ یانګ رسمی خبری آژانس KCNA ورکړی دی.
په خبر کې د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکی چویونګ سام له قوله ویل شوی چې ویلی یې دی، موږ په هېڅ صورت نیت نه لررو چې له جنوبی کوریا د کتنې په ترڅ کې له امریکایی چارواکو سره وګورو.
د هغه په وینا موږ هېڅکله هم د خبرو لپاره امریکا ته زارۍ نه دې کړی او نه به یې وکړو.
خو له دې سره سره یو شمېر کتونکی د دواړو لورو ترمنځ د کتنې احتمال نه ردوی.
ټاکل شوې چې سباته د پیونګ چونګ د المپیک لوبو د رسمی پرانیستنې په مراسمو کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس ګډون وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=43879

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *