شرنګی/اجمل پسرلی

  • خپرول: ۱۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 76030


Fb-Button

لاسونه یې د کوټ په جیبونو کې وو. د ښیښې له شا یې د رستورانت په منځ کې سړی ته کتل چې پیسې یې تر میز ټیټې نیولې وې، ګڼلې یې. یو ځل یې تر شلو حساب وکړ. بیا یې سر پورته کړ ګوته یې پر شونډو لمده کړه بیرته یې له سره ګوته تر پیسو لاندې کړه چې ویې ګڼی.

ده مخ د رستورانت ورسۍ ته ورنژدې کړ، په خپل  جیب کې یې میده پیسې وشرنګولې. شرنګی یې لږ و. جیب یې وخوځاوه.  د موټر هارن شو. د پیسو کړنګا نوره هم کمه شوه.

ده به تل د سوال د پیسو حساب ماښام کاوه. پیسې یې راوایستې. یوه پیسه یې په شکیدلی جیب کې د استرخواته ولاړه. کوټ یې وایست. له یوه سره یې له بهره پر استر لاس تیر کړ. پیسه یې پیدا کړه هغه یې د استر له لاندې په ګوتو راجګه کړه. د جیب منځته یې راوړه، په احتیاط یې ګوتې وروړې پیسه بیا لاندې ولویده. دا ځل یې کوټ سرچپه ونیو. شرنګ شو پیسه پر مځکه وکړنګیده. نژدې ویالې ته غورځیدلې وه خو پښه یې پرې کیښوده. د بوټ پر خټو ککړه پیسه یې راجګه کړه. له نورو میده پیسو سره یې وګڼله، نهه ویشت روپۍ وې. ویې خندل سر یې پورته کړ چې د رستورانت دننه هغه سړی لاهم تر شلو حساب کوی که نه؟!

 پر ښیښې یې لاسونه کیښودل، همهغه چوکۍ تشه وه. شرنګ شرنګ، خپلې میده پیسې یې په موټ کې وشرنګولې او له سړکه پورې وت.

پای

اړوند مطالب


رستورانت/اجمل پسرلی


میده پیسې / اجمل پسرلی


درې / اجمل پسرلی


زنګ/ اجمل پسرلی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76030

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *