شخصیت څه شی دی؟ ژباړه او اوډنه: حزب الله اتل

  • خپرول: ۲۴ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 93703


Fb-Button

په دې لنډه لیکنه کې غواړم د ارواپوهنې په لنډه تاریخچه یوڅه ولیکم او هم به د شخصیت د ترلاسه کولو لارې چارې راوڅېړو او د شخصیت دله منځه تللو عوامل هم د هېرېدو نه دی.

رنګونه او ځینې نور عوامل هم شته چې د شخصیت په رغولو کې مثبته ونډه لری.

ترټولو لومړی باید د شخصیت پېژند وړاندې کړو:

شخصیت دفرد دټول وجود شاملولو ته وایی ،چې دبدن عمومی وضعه یې لکه مهارتونه ، امېدونه ، احساسات ، عادات ، هېجانات ، هوش ، اخلاقی ځانګړنې ، افکار او معتقدات یې څرګندوی.

یاهم: شخصیت یوه عربی منشاء کلمه او ویی دی ،چې له شخص څخه اخېستل شوی دی او په اصطلاح کې د انسان ټول بیرونی او دننی عوامل ترڅېړنې لاندې نیسی.

دا چې انسان یو ټولنیز موجود دی او ټولنه هم هېڅکله بې له انسان څخه نشی رامنځته کېدای، داپه دې معنا ، چې انسان پرته له ټولنې او ټولنه پرته له انسان څخه نشی پاېدلی.

په دې وخت کې له انسان څخه ، چې هرډول سلوک او کړنې صادریږی دغه سلوک او کړنې به دټولنې له عاداتو ، تقالیدو، قوانینو او ادیانو څخه رنګ اخلی.

دانسان په شخصیت کې دجسمی اعضاوو اړیکې له اروایی فکری ، ذهنی ، عقلی ، خیالی او عصبی سلوک او کړنو سره تړاو لری.

که په لنډ ډول ووایو دانسان هرډول کړه وړه دده د شخصیت څرګندونه کوی ، چې مثبت کړه وړه یې مثبت شخصیت او منفی هغه یې دمنفی شخصیت څرګندونه کوی، خو باید په یاد ولرو ، چې د انسان ظاهری شکل دهغه شخصیت نشی څرګندولای ، خو دشخصیت په بشپړولو کې هم بې برخې نشی پاتې کېدلای.

سربېره پردې ظاهری او باطنی ټول کړه وړه دانسان په شخصیت جوړولو کې رول لری.

داچې شخصیت دارواپوهنې یوه ډېره پراخه څانګه ده، لومړی باید خپله دارواپوهنې له تاریخ څخه یې پیل کړو.

عمومی ارواپوهنه په خپله اوږد تاریخ لری، خو د تجربوی ارواپوهنې تاریخ له یوې پېړۍ څخه تېری نه کوی.

د ارواپوهنې په چوکاټ کې دشخصیت مسله هغه موضوع ده ،چې ترننه لا دپوهانو ترڅېړنو لاندې دبشپړتیا لارڅاری.

دتجربوی ارواپوهنې اصول او اساسات اوږد عمر لری ، خو په یو کالب کې یې بندول بیا دتجربوی ارواپوهنې سره همزولې برېښی.

دشخصیت ترلاسه کول هم څه اسانه کار نه بریښی . لاندې دیو شمېر هغو عواملو لنډه یادونه کوو،چې دانسان په شخصیت کې رول لوبوی.

ذا عوامل عبارت دی له وراثت ، محیطی عواملو او ناپېژندل شوی عوامل.

وراثتی عوامل یې عبارت دی له: ( D.N.A او R.N.A ) څخه ،چې R.N.A یې دخواصو په انتقال کې رول لری اوD.N.A بیا R.N.A ته لارښونه کوی.

محیطی عوامل یې عبارت دی له: له هغو دوو مرحلو څخه ، چې انسان دپیداېښت پروخت ورسره مخ کیږی،لکه مخکې له پیداېښته دمور مرضونه اېډزاونور…

وروسته له پیداېښته : اقتصاد او کورنۍ ستونزې،خو دلته یوه خبره بله دیادولو ده ،چې شخصیت کسبی دی که وراثتی؟ یاده موضوع اوس د پوهانو ترمنځ کړکېچنه شوې ده.

ځینې یې په دې نظر دی ، چې دشخصیت په وده کې وراثتی عوامل رغنده رول لری،خو ځینې نور یې کسبی هم بولی چې ترلاسه کیږی.

ځینې بیا په دې نظر ټینګار لری چې دواړه عوامل دانسان دشخصیت په وده او بشپړتیا کې ونډه لری.

دا باید هم په یاد ولرو ، چې مثبت او منفی کړنې هم زمونږ دشخصیت لوری ټاکی.

له دې ټولو سربېره یو شمېر نور عوامل هم شته چې دشخصیت په جوړولو او بشپړولو کې اثر لری لکه محیطی ، کلتوری ، ټولنیزاو نور…

محیطی عوامل یې عبارت دی له : د ژوند دپرمخ وړلو لارې چارې ، ستونزې او هم لاسته راوړڼې.

کلتوری : دلباس غوره کول:دهرې سیمې اوسېدونکی په خپل ځانګړی لباس خپل ځانګړی ډول شخصیت ترلاسه کوی او یا هم څرګندوی او هم ډېر نور شیان ، چې دکلتور او فرهنګ ترعنوان لاندې مطالعه کیږی.

کورنی عوامل :ډېری هغه اشخاص ، چې په خپله کورنۍ کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دی ، دوی داسې فکر کوی ، چې دهېڅ ډول شخصیت لرونکی نه دی ، ځکه یې پلار ، ورور ، مور او یانور ورسره ښې اړیکې نه لری.

په بشری نړۍ کې هر رامنځته کېدونکی شی له منځه تلونکی هم دی ، داچې دمخه مو دشخصیت دغوړولو ځینې لارې چارې وړانډې کړې ، نو دله منځته تللو څخه یې هم باید بې خبره پاتې نشو!

دلومړی ځل لپاره دشخصیت په اړه زیګمویند فروید څېړنه او تحقیق وکړ.

زیګمویند فروید انسان د ID ،EQO او SUPER EQO په اساس ډلبندی کړل.

شخصیت په اصل کې یو انتزاعی ( نه لیدونکی او نه حس کېدونکی) مفهوم لری یعنې هغه څه شی ، چې د برېښنا دانرژی په شان په سترګو نه لیدل کیږی ، بلکې دتګلارې ، افکارو ، انګېزې او هېجان په واسطه یې درک کولای شو.

پوهانو د شخصیت لپاره ډول ډول څېړنې کړی ، ددوی له ډلې یې هلیګار، ګېچ او منیش د یادونې وړ دی.

دټولنې عام وګړی او ارواپوهنه شخصیت ته داخلاقو په سترګه ګوری یعنې داچې دوی دیو انسان شخصیت دده داخلاقو څخه درکوی که دښو اخلاقو لرونکی و ، د ښه شخصیت او که دبدو اخلاقو لرونکی و، د بدشخصیت لرونکی دی.

انسان یو ټولنیز مخلوق دی ، نو ټولنه هم دده داخلاقو په روزنه کې ځانګړی رول لری.

څوک چې په یوه ټولنه کې ژوند کوی ، حتمی ده ، چې دهماغې ټولنې هویت به لری.

دهویت موضوع هم ترډېره دانسان په ارزونه او شخصیت څرګندونه کې برخه اخلی.

هویت له هغې وسیلې څخه عبارت دی ، چې فرد نورو ته ورپېژنی او مشخصوی یې.

شتمن ، نېستمن ، هوښیار ، روغ او لیونی ټول شخصت لری، دابه دحیرانۍ خبره نه وی،چې ځینې ووایی لیونی به لا څنګه شخصیت لری ؟ داخبره که چاته دمنلو وړ نه وی دزبادلپاره دې یو لیونی ته ووایی ، یا داسې عمل ترسره کړی ، چې ده ته دمنلو نه وی ، نو لیونی به پرې حتمی غوسه کیږی.

په لنډ ډول که ورته و وایو لیونیه! حتمی ده ، چې هغه به پرې غوسه شی او په ورته غبرګون به لاس پورې کړی.

داټول ددې څرګندونه کوی، چې هرانسان دشخصیت لرونکی دی ، باید چې په خپل خپل ځای یې درناوی وشی.

په دې کار سره به مو له یوې خوا خپل دینی او مسلکی مسولیت ترسره کړی وی او له بلې خوا به مو دټولنې دوګړو سره یو نیک او ښه عمل کړی وی.

په دې به مو هم فکر کړی وی ،چې هرڅه پوړونه او درجې لری، نو ایا شخصیت هم همداسې؟

کرچمر یا کرینتشمر دانسان شخصیت په دوه ډلو وېشی:

لومړی : دچاغو انسانانو شخصیتونه.

دویم : دډنګرو انسانانو شخصیتونه.

هریو یې بیا په خپل وار بیرونی او دننی شخصیتونو څخه عبارت دی.

دچاغو انسانانو ظاهری خواص عبارت دی له غوښې لرونکی بدن لری ، لنډې پښې ، لنډه غاړه او نسبتا دغټ سر لرونکی وی.

دننی خواص یې عبارت دی له ټوقی وی ، خوشاله، مینه ناک او له خلکو سره مرسته کوونکی انسان وی.

دډنګرو خلکو ځانګړنې: بیرونۍ ځانګړنې یې عبارت دی له نسبتا دکمزوری جسم لرونکی وی ځانته والی خوښوی او یو څه غمجن انسان وی.

د ننۍ ځانګړنې یې عبارت دی له : صبر لرونکی وی، قوی او همهاله فعاله انسان وی.

رنګونه او ډېر نور عوامل هم شته ، چې دانسان دشخصیت څرګندونه کوی، تاسې څه ډول رنګونه خوښوئ؟ کله مو فکر کړی ، چې دا یا هغه رنګ مو ولې خوښیږی؟ له دوستانو مو وپوښتئ دوی هغه ډول رنګ په اړه چې تاسو یې خوښوئ څه نظر لری؟یا هم دوی ستاسې شخصیت څه ډول ارزوی؟

درنګونو مور او پلار یعنې سپین او تور، چې نور رنګونه یې ترډېره له ملتیا رامنځته کیږی ، دډېرو کسانو دخوښې وړ رنګونه دی.

تاسې به لیدلی وی ، چې زموږ دټولنې ډېر منل شوی وګړی له سپین رنګ څخه ګټه پورته کوی ، دوی په دې کړنې سره د ټولنې وګړو ته داپه ډاګه کوی ، چې د سپین رنګ په اغوستلو او یا هم خوښوولو سره دسپین رنګ په شان پاک او ښکلی شخصیت لری، خو داخبره ددې معنا نه لری ، چې د نورو رنګونو خوښوونکی شخصیت نه لری!

نه!

دنورو رنګونو خوښوونکی کسان هم له دې ټولو خبرو سربېره دیو شمېر نورو پټو او مرموزو ځانګړنو لرونکی دی ، چې د دوی دشخصیتونو بعدونه یا اړخونه ورڅخه څرګندېدلی شی.

درنګونو نړۍ ددې کسانو په اړه ځینې څېړنې وړاندې کوی.

هغه کسان ،چې اسمانی رنګ خوښوی اواسمانی رنګه جامې اغوندی ډېر جذابه او تکړه وی، همداراز ډېر ټولنیز وی او همهاله تل په فکرونو کې ډوب وی او خوښوی چې دنورو خلکو ترمنځ دفېلسوفانو په ډول خبرې وکړی.

له خپلو ماشومانو او میرمنې سره مینه لری او خپلو ملګرو ته ډېر وفاداره پاتې کیږی ، په دې سربېره هغه کسان ، چې سور رنګ خوښوی او سور رنګه جامې اغوندی ډېر خوښ ، زغوونکی او زړه وړونکی دی ، دډېرو هوښیار او پیاوړی استعداد لرونکی وی، خو نوې څېړنې وایی: هغه کسان چې دخوب په خونه کې له سور رنګه غالۍ او فرش څخه کار اخلی جګړې ته یې تمایل ډېر وی او سور رنګ پارونکی هم وی ، نو سور رنګ کولای شی انسان جګړې طرف ته بوځی، خو همهاله دغه کسان ډېر مثبت وی ، که مو په کوم کار کې ګډ شی ډېر مهربانه او رېښتونی دی.

هغه کسان چې تور رنګ خوښوی ، ډېر تکړه وی او هر کار په خپلواکه تو ګه ترسره کوی.

اوسنۍ څېړنې ترډېره په نېفه درنګونو خوښوونکو انسانانو او یا هم په خپله دځینې رنګونو لرونکو انسانانو په اړه څېړنه کوی لکه: د تورو ، شنو ، قهویی او سرو سترګو لرونکی انسانان ، چې ارواپوهان یې له همدغو رنګونو څخه دشخصیت ځینې اړخونه څرګندوی.

له دې سربېره خواړه او میوې هم زموږ دشخصیت په ټاکلو کې ستر رول لری.

سره له دې چې طب دښه خوړو ډېرې نورې ګټې هم څرګندې کړی ، خو ارواپوهان هم له دې برخې څخه همداسې نه تېریږی.

هغه کسان چې مڼې یې خوښیږی دوی ډېری افراطی اشخاص وی ، وړاندې تردې چې تیاری ونیسی ، پرېکړه کوی ،خو هغه څوک ،چې ورسره ملګرتیا کوی له ده څخه خوښ وی.

هغه کسان ، چې انګور یې خوښیږی دوی ډېر مؤدب او تېز خلک دی، خو زر عصبانی کیږی او په هرشی کې له نوښت څخه خوند اخلی ، هرهغه عمل ،چې سرته یې رسوی ترې خوښ برېښی.

هغه کسان ، چې کینو یې خوښیږی دوی صبرناک او طاقت لرونکی خلک دی ، په خپله اراده کې ډېر قوی وی او له شخړو څخه دځان ساتلو هڅه کوی.

همدا ډول هغه کسان ، چې د شفتالو له میوې سره علاقه لری دوی دوستانه اړیکې لری، خو ډېرې خبرې یې عادت ګرځېدلې وی، دوی تل دلاسته راوړنو په لټه کې وی.

له پورتنیو خبرو سره ځینې نورې خبرې هم شته ،چې دیو ښه شخصیت په جوړولو کې رول لری.

یو ښه شخصیت له ښو کړو وړو سره اړیکه لری ، هغه انسانان ، چې پرخپل نفس لوړ اعتماد لری ، هېڅکله ناوړه کړه وړه نه ترسره کوی ، نو په دې دلیل اړمندوی چې دخپلو ناوړه کړو وړو پروړاندې بخښنه وغواړی.

دهرډول ناوړه عمل ترسره کول دناوړه کار دسرته رسوونکو دشخصیت دځپلو لامل ګرځی.

دبېلګې په تو ګه کله ، چې یو کس دسړک له سره څراغ سره تېریږی ، نو دپولیسو له خوا درول کیږی او په عذر او وبخښئ ویلو پیل کوی ؛ ټول شخصیت یې ترپوښتنې لاندې راځی او پرنفس اعتماد یې سستیږی ، ان که نیمه شپه هم وی او په سړک هېڅوک هم نه وی ؛ ان ، چې پولیس هم شتون ونلری ،نوکه سره څراغ ته رسیږئ ژر دریږئ ، ترهغې چې شین څراغ روښانه شی.

دغه کړنه دپولیس او کوم بل چا لپاره نه ، بلکې دخپل نفس لپاره ترسره کړئ ځکه ، چې پوهیږئ ستاسو لاشعور ضمیر له شنه څراغ سره شرطی کیږی ، که تاسو شین څراغ ورټئ او ورته ونه دریږئ تاسو به بې شخصیته ورته ښکاره شئ او ستاسې پرنفس اعتماد ته به زیان واوړی.

درسول الله (ص) وینا ده ، چې لرې اوسئ دهرې ناوړه کړنې څخه کله ،چې یوازې یاستئ ، ځکه هغه ( الله ) شاهد او حاکم دی.

د ذې حدیث شریف معنا داده ، چې انسان په نړۍ کې په یوازیتوب شتون نه لری ، هرچېرته الله شتون لری او زموږ پراعمالو شاهد وی.

لاشعوره ضمیر ، چې د انسان دباور ، روحی روغتیا او ناروغتیا جوړونکی دی هره شېبه ستاسو پر وجود کارنده او فعاله څارنه کوی او هېڅکله له تاسو نه جلاکیږی.

په هرحال زغم او حوصله هم کولای شی ستاسو دشخصیت په لوړولو کې رول ولوبوی ، باید تل خپلو همکارانو او ملکرو ته زغم او حوصله ولرو، ځکه له مونږ سره ټکر دخپل هماغه دوست ، ملګری او همکاردی څوک چې له موږ سره دی.

تعصب هم مه کوې خکه تعصب دانسان شخصیت ته زیان اړوی او په ټولنه کې دانسان ارزښت له منځه وړی.

همېش هڅه وکړئ ، چې په خپل مسلک کې بریالی کسان همداتاسې واؤسئ ، ځکه تاسې به لیدلی وی ، چې هرمسلک لرونکی شخص هېڅ کله هم خوار نه وی، داچې خلک دده مسلک ته اړتیا لری ، نو همداده ، چې دی په خپل مسلک شخصیت ترلاسه کوی او خلک یې عزت کوی.

خوشالی او غم هم زموږ دشخصیت څرګندونه کوی باید، چې تل خوشاله او خندنی واؤسو ترڅو نورو او ځان ته مو شخصیت ترلاسه کړی وی. که دښه شخصت غوښتونکی یاست ، نو په حتمی ډول به پورته خبرې مو دژوند لوری بدل کړی.

ماخذونه : بېلابېلې لیکنې، کتابونه او مجلې.

۵۸ total views, 3 views today

اړوند مطالب


د شخصیت جوړونې دری لارې| ژباړه: سید زلمی سادات


فېسبوک مو شخصیت مالوموی/ پردېس


د فروید ارواپوهنه؛ د شخصیت سازمان/ ژباړه: ډاکتر محب الله زغم


د ښې وینا اغېز پر شخصیت/ حکمت الله نورزی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=93703

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *