شاک/ ډاکټر رحیم هلال

  • خپرول: ۲ حمل ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 12705

د طبی کتابونو له نظره شاک یو فزیولوژیک لفظ دی، د هغه حالت لپاره استعمالیږی چې پکې انساجو ته په بشپړ ډول د وینې د رسېدو ناتوانۍ شتون ولری، په پایله کې یې د حیاتی غړو د دندو خرابوالی منځ ته راشې.

 په ټولیز ډول دا حالت (شاک) په لاندې څلور و ډولونو ویشل شوی چې هر ډول  یې ژوند ګواښونکی او ژر تر ژره اړوندی درملنې ته اړتیا لری.

۱ـ Cordiogenic startle

۲ـ Hypovolumic startle

۳ـ Distrubtive startle

۴ـ Obstructive startle

اول : کارډیوجینیک شاک (Cordiogenic shock)

په دې ډول شاک کې زړه نشې کولای چې په بشپړ ډول سره وینه بدن ته  پمپ کړې یا هومره وینه چې په کار ده بدن ته یې ورسوی نه لری ، امکان لری د یو لاندې ناروغیو له عمله دا ناتوانی منځ ته راغلې وی

د زړه احتقانی عدم کفایه

قلبی احتشا

د زړه بې نظمی

په کارډیوجینیک شاک کې به په کلینیکې ازموینو کې  لاندی  حالتونه تر سترګو شې:

ـ یخ او لوند ته ورته پوستکی

ـ د وینې ښکته فشار

ـ تیز نبض او ورو ریتم

ـ کېدای شې محیطی سیانوز هم شتون ولری

ـ کېدای شې د زړه ریټ لوړ وی  ( ټکی کارډیا موجوده اوسې.

ـ  د سینې  په معاینه کولو سره به دواړو طرفونو ته Craft موجود وی

پلټڼی یا Investicagition:

که چېرته په هماغه ګړۍ د زړه ګراف یا ACG واخستله شې  د زړه د اسکیمیک ناروغیو نښې به په ګوته کړی د بیلګی په ډول  د ST Segment  بدلونونه یا Elevation, Depression او د T_  wave inversion  به شتون ولری

همدارنګه د زړه بې نظمی هم کېدای شې  شتون ولری چې دا هم د  زړه  د برقی ګراف په واسطه په ګوته کېږی

اداره کول یا Management :

ناروغ باید په کټ کې واچول شې او  د دې لپاره پښې پرې څه اندازه جګې شې چې د زړه طرف ته د وینې جریان زیاتوالی ومومی

د هوایې لارو د پاکوالی او خلاصوالی په پار پلټنه باید وشې او که امکان وی او یا هم اړتیا وی باید ناروغ  Intubate شی.

د vasodilators په شان عمل کونکې درمل ( Ventolin nebulization) چې د قلبی دهانې د  زیاتوالی توانایې لری وکارول شې

د ماسک یا Nasal catheter  په واسطه باید ناروغ ته اکسیجن د ۶ـ ۴ لیترو په اندازه  په یوه دقیقه کې  ورکړل شې

په دې ناروغانو کې د وریدی انفیوژن بشپړ اندازه تطبیق د دوی  له ژوند سره نیغه اړیکه لری.

لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه چې په دی ناروغانو کې به  د وینې ښکته فشار شتون ولری د جګېدو لپاره یې  Inj : Dopamine 400 mg  له  Inj: dobutamin 250 mg  سره یو ځای په پنځه سوه سی سی  Dextrose  کې د ورید له لاری په اهسته ډول په  له اتو تر لسو څاڅکو/  دقیقه کې ورکړل شی.

که چېرته د زړه بې نظمی  او  په وینه کې د خوږې لوړه کچه شتون ولری په بشپړ ډول سره په کار ده چې درملنه یې وشې.

Heparin  چې انټی ترومبولایټیک درمل دی ناروغانو ته د Thromboembolism  د مخ نیوی لپاره  له ۵۰۰۰_  ۱۰۰۰۰IU  پوری  په لومړیو کې بیا وروسته د  ۵۰۰۰۱U S/C / Hour په کچه  باید ورکړل شې

دوهم :هایپووالیومیک شاک  Hypovolumic startle :

د وینې د زیاتی د بهېدنې، د وجود دمایعاتو د زیات بایلنې او د رګونو د زیاتی پراخېدنې له امله منځ ته راځی

په دې ډول شاک کې وینه انساجوته په کافی اندازه نه رسېږی ، حجم یې کمیږی د رګونو په داخل کې والیم کمېږی او په پایله کې  وریدی برکشت هم کمېږی.  

د دې ډول شاک لاملونه په لاندې ډول دی

د وینی زیاته او دوامداره بهېدنه

په وجود کې د مالګې او اوبو زیات کموالی (د اسهالاتو او کانګو له امله )

زیاته سوځېدنه

اداره کول  یا Management :

د Hypovolumic startle  منجمنټ په دوه ډوله دی :

۱ـ د شاک عامل یا سبب باید تداوی شې

۲ـ Replacement  تیراپی

د مایعاتو ضایع   باید د وریدی انفیوژن  په واسطه د نیم ساعت په موده کې پوره کړای شې

که چېرته شاک د سوځېدنې له امله منځ ته راغلی وی پلازما دی تطبیق شې

که د وینې د دبهېدنی او ضایع کېدنې له امله منځ ته راغلی وی وینه دی ورکړل شې (Blood transfusion )

وریدی مایعاتو ورکړه تر هغه وخته پوری باید دوام ومومی تر څو چې ناروغ له شاک څخه نه وی را وتلی البته د مایعاتو اندازه باید په نظر کې ونیوله شې.

۳ـ Distrubtive startle :

په دې ‌ډول شاک کې د وینې کوچنی رګونه پراخیږی او ډېرکله یې ناروغ له امله له کم خونۍ سره لاس او ګریوان کېږی

دا شاک په خپل وار په دوو بیلا بیلو ډولونو ویشل شوی دی.

اول : Anaphylactic startle ا:

د Distrubtive startle  د دې لومړنی ډول نښې نښانې ډېر کله د الرژیک موادو د عکسل العمل په پایله کې د ثانیو او دقیقو په موده کې را ښکاره کېږی

کلینیکې نښې یې په لاندې ډول دی:

زړه بدوالی ، د ګېډی دردونه، ویزینګ ،د سینې د بندوالی احساس، او په لیږو پیښو کې کېدای شې  د پوستکی رش، دانې ،Andioedema  او لړمۍ ولیدلې شې.

په ډېرو شدید حالاتو کې کېدای شې د دروانی کولپس په شکل هم ښکارندوی وکړې

د دې ډول شاک درملنه او منجمنټ په لاندې ډول دی

د غبرګون یا عکس العمل په بنسټ Inj  Adrenalin0,5mg

Inj: penargan 25mg delayed iv یا هم Inj: dephinhydramin20mg iv delayed

Inj: Hydrocortison200mg iv  په پنځلس دقیقو کې باید تطبیق شې

Inj: zantic  یا هم Inj: Tegamet  iv

همدارنګه مایعات  له یوه تر دوو ساعتونو کې ناروغ ته ورکړل شې

دوهم سیپټیک Septic startle :

سیپټیک شاک د Distrubtive startle  دوهم ډول دی؛ هغه مهال  را منځ ته کېږی چې په زیات شمېر سره  ګرام منفی او مثبت بګتریاوی د وینې دوران ته داخلې شې ، تشخیص یې هغه وخت کېدای شې چې له لاندې حالاتو څخه دوه یا له دوه څخه زیات  حالتونه شتون ولری.

ـ د حرارت درجه له ۸۳c څخه زیاته او یا له ۲۶C څخه کمه وی

ـ ټکی کارډیا شتون ولری

د تنفس تعداد له شلو څخه په دقیقه کې زیات وی

د WBC شمېر  له ۱۲۰۰۰/CCM څخه زیات وی

دا ډول شاک د منځ ته را تلو امکان په هغو وګړو کې زیات وی  چې لاندی مساعد کونکې فکتورونه ولری :

د عمز زیاتوالی

سوی تغذی

د معافیتی سیستم ضعیفوالی

یوریمیک او د ځیګر ناروغۍ

سټیرایئډ کارونکې ناروغان

سایټو ټوکسیک تیراپی

کله چې په دې ډول شاک باندی کس مبتلا وی لاندې نښې به پکې لیدلې کېږی

شاید حمله د لړزې په شکل وی

یخ پوستکی به ولری

ناروغ به پریشانه او ځینې وخت کېدای شې د کوما په حالت کې وی

په ځینو پیښو کې امکان لری تبه یې لوړه وی خو په ځینو کې کېدای شې تبه نارمل او یا له نارمل کچې څخه ښکته وی.

د وینې فشار به ټیټ وی

او  اردار به شتون نه لری

فشار به ښکته وی او والیم به  ورو وی

اداره یا Management :

د وینې د بشړ کتنې لپاره د سمپل اخیستل اړین دی

هر کله چې د بستر زخم pus  یا هم boli  شتون ولری د attraction  لپاره سواب  واخستل شې

ناروغ ته ژر تر ژره باید وریدی خلاص او کینولا ورته ولګوله شې

د وینې د ستیستول فشار د درست کولو لپاره اړوند درمل او همدارنګه داو د ادرارو  شته والی په غرض باید Dextrose   پنځه فیصده  باید وکارول شې

که چېرته فشار نارمل ته رانغی په دې صورت کې Dopamine  او Dobotamine باید ناروغ ته ورکول شې چې تشریح یې په کارډیوجینیک شاک کې شوې ده

د Stress ulcer د تداوی لپاره  PPI درمل  د رګ له لاری  هر دولس ساعته وروسته ورکول کېږی .

د اړتیا په صورت کې باید له انتی بیوتیکونو څخه هم کار واخستل شې

څلورم Obstructive startle :

په کتلوی ډول سره د سږو امبولیزم او نور  ددې ‌ډول شاک مهم لاملونه په ګوته شوې دی او د لاملونو درملنه یې یواځینې غوره لاره ده  چې پکې ناروغ ته مایعات او vasoconstrictor  ورکول شامل دی  هغه چې د زړه دهانه او د وینې فشار نورمال ساتلی شی.

اړوند مطالب


شدېدزکام/ ډاکټر رحیم هلال


په لاسونو او پښو باندې د زخو راختل/ ډاکټر رحیم هلال


بواسیر یا هیموروئید ناروغی/ ډاکټر رحیم هلال


تر اندازې زیات چاغښت/ ډاکټر رحیم هلال

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=12705

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 2 = 3