شاهین: امریکا منلې چې له افغانستان څخه به خپل ټول ځواکونه وباسی

  • خپرول: ۲۹ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 121852

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وایی چې طالبانو منلې څو خپل ټول ځواکونه له افغانستانه بهر کړی.
ښاغلی شاهین د دې پوښتنې په ځواب کې چې له امریکې سره د دغې ډلې په خبرو اترو کې څومره پرمختګ شوی، وایی چې امریکا منلې څو خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسی.
هغه په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلی:«کله چې دا پوښتنه کېږی، چې په مذاکراتو کې څه پرمختګ شوی، نو په مذاکراتو کې امریکا منلې چې خپلې ټولې قواوې به باسی.»
هغه د امریکا دا ژمنې په خبرو اترو کې ښه پرمختګ ګڼی.
په داسې حال کې چې زلمی خلیلزاد او طالبانو، تراوسه شپږ ځله سره په قطر او ابوظبۍ کې سره لیدلی او د سولې د هوکړې په اړه یې سره خبرې کړې دی.
له افغانستانه د امریکایی ځواکونو وتل، د نورو په وړاندې د افغانستان د خاورې د نه کارولو تضمین، د افغانانو ترمنځ خبرې اترې او دایمی اوربند د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو چورلیز دی. زلمی خلیلزاد ویلی ترهغه چې د ټولو موضوع ګانو په اړه موافقه ونه شی هېڅ ډول هوکړه به ونه شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=121852

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *