سیګار: په ناامنو ولسوالیو کې د میلیارډونو ډالرو لګول کومې پایلې نه لرلې

  • خپرول: ۵ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 60298

د افغانستان بیارغاونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو څارګرې ادارې(سیګار) ویلی چې له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۱۷ کاله پورې د امریکا هڅې چې د افغانستان ناامنو ولسوالیو د بیارغاونې په موخه میلیارډونه ډالر لګولې، بې پایلې وې او ډېری دغه پروګرامونه له ناکامۍ سره مخ شوی دی.
د سیګار په یو نوی راپور کې رغلی چې واشنګټن په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې له پوځی لاسوهنې وروسته ناسم تمې لرلې.
د افغانستان بیارغاونې لپاره د امریکا څارونکی جان ساپکو په واشنګټن کې د یاد راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل: « دغه ناکامۍ د هغه څه په اړه چې کولای شو د څو راتلونکې کلونو په ترڅ کې ورته لاس رسۍ ومومو، د ناسمو تمو د ټاکلو په ګډون څو لامونه لری».
په دغه راپور کې راغلی چې امریکا له ۲۰۰۹ کال وروسته د افغانستان د باثبات کولو بودجې د ۴.۷ میلیارډو ډالرو یوه ستره برخه په یو داسې وخت مصرف شوې چې د امریکا د پوځی حضور د زیاتوالی په پایله کې ګن شمېر سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې.
خو دغه شمېر پیسې چې امریکا د افغانستان باثبات کولو په برخه کې چټکو لاسته راوړنو ته د رسېدو په موخه ورکړی، شخړو ته زیاتوالی ورکړی او د فساد پراخوالی لامل شوی او له ترهګرو څخه د ملاتړ پیاوړتیا لامل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=60298

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *