سیګار ویلی د افغان حکومت د کنټرول لاندې سیمه ۱.۷ سلنه کمه شوې

  • خپرول: ۱۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 102825

د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکایی اداره یا سیګار وایی، د افغانستان نږدې درې نیم شپېته سلنه وګړی د افغان حکومت کنټرول لاندې سیمو کې ژوند لری.

دا اداره په تازه رپوټ کې زیاتوی چې د طالبانو د واک سیمه هغو ځایونو کې پراخه شوې چې څه باندې لس سلنه افغانان پکې ژوند کوی.

سیګار درې میاشتنی رپوټ کې وایی، د امریکا او طالبانو د سولې خبرو په درشل کې د افغان امنیتی ځواکونو شمېره او ځواک تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو کم و او په دغه موده کې طالب اورپکو نورې سیمې هم لاندې کړې دی.

دغه رپوټ وایی، د تېر کال اکتوبر پر مهال افغان حکومت د افغانستان پر ۵۳،۸ سلنه ځمکه واک درلود چې ۶۳،۵ سلنه وګړی پکې اوسی:

“پاتې سیمې یا د طلبانو ولکه کې وې یا یې د کنټرول پر سر اختلاف و”.

سیګار وایی، طالبان لا هم نه دی توانېدلی چې لوی ښارونه ونیسی، خو طالبانو کلیوالو سیمو کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر بل هر وخت اوس فشار ډېر کړی او غښتلی شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=102825

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *