سیګار: سلګونه میلیون ډالر د امریکا دفاع وزارت له لورې په افغانستان کې بې ځایه لګول شوی

  • خپرول: ۲۰ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 41006

د افغانستان بیارغاونې لپاره د امریکا څارګرې ادارې په خپل نوی راپور کې ویلی چې سلګونه میلیون ډالر د امریکا دفاع وزارت له لورې په افغانستان کې بې ځایه لګول شوی دی.
د واشنګتن پست ورځپاڼې د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون اړوند یو بنسټ په حواله لیکلی چې په مدیریتی چارو کې کمزورتیا، د هغو پروژو طرح کول چې نیمګړی وې او یا اصل شتون نه لرلې او د ستراتېژۍ نشتون په افغانستان کې د امریکایی مالیه ورکونکو د مالیاتو د میلیونونه ډالرو د بې ځایه لګېدو لامل شوی دی.
د واشنګتن پست راپور له مخې، د امریکا کنګرې له لورې د تصویب شوی ۸۲۳ میلیون ډالرو بودجې له ډلې څخه ۳۰۰ میلیون ډالر یې د غیرمستقیم ملاتړ په برخه کې لګول شوی او په افغانستان کې د پام وړ پروژو پورې تړاو نه لرل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41006

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *