سید غفور احمد جاوید د ملی دفاع وزارت د نوی ویاند په توګه په کار پیل وکړ

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 76232

د افغانستان د دفاع وزارت لپاه نوی ټاکل شوی ویاند سید غفور احمد جاوید نن د غرمې مخکې رسماً کار پیل کړ.
د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې ښاغلی جاوید د دفاع وزارت په وړاندیز او د ولسمشر محمد اشرف غنی د حکم په اساس د دفاع وزارت د ویاند په توګه په دنده ګمارل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلی ”د ملی دفاع وزارت په وړاندیز او د هیواد د جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د حکم پر اساس ښاغلی سید غفور احمد ” جاوید” د ملی دفاع وزارت دپالیسۍاو ستراتیژۍ معاونیت د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو د رئیس او ویاند په توګه ګمارل شوی دی. “
خبرپاڼه زیاتوی، چې سید غفور احمد”جاوید” نن د ملی دفاع وزارت د ښاغلی وزیر له خوا د یاد ریاست کارمندانو ته ور وپیژندل شو او په رسمی توګه یې خپل کار پیل کړ.
تر دې مخکې جنرال محمد رادمنش د ملی دفاع وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کوله.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76232

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *