سید حفیظ الله هاشمی د ټاکنو کمیسیون د کمیشنر په توګه وټاکل شو

  • خپرول: ۲۳ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 41078

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وایی، سید حفیظ الله هاشمی د انتخاباتو د خپلواک کمېسون د نوی غړی په توګه ټاکل شوی دی.
اجرائیه ریاست وایی، د ولسمشر او اجرائیه رئیس د هوکړې سره سم سید حفیظ الله هاشمی د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د نوی کمېشنر په توګه ټاکل شوی دی.
د اجرائیه ریاست رسنیز سلاکار فریدون خوځون د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې حکومت د ښاغلی هاشمی کاری تجربې او وړتیاوو ته په کتو نوموړی د انتخاباتو د خپلواک کمېسون نوی غړی ټاکلی دی.
د افغان ولسمشر د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسن مرتضوی بیا ازادی راډیو ته ویلی چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته نوی معرفی شوی غړی به ډېر ژر د ولسمشر د حکم په ترڅ کې نوموړی کمېسیون ته معرفی شی.
خو ښاغلی مرتضوی د چا نوم وانه خیست.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41078

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *