سیاسی ګوندونه؛ ګټې او زیانونه یې/ غازی عابد

  • خپرول: ۱۲ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 2388

سیاسی ګوندونه د یوه هېواد د پرمختګ لپاره اړېن بلل کېږی، ځکه یو ډیموکراټیک اصل دی، خو هله چې په منظم او خپلواک ډول رامنځته او د خپل هېواد لپاره په رښتینی توګه کار وکړی.

اوس په افغانستان کې له سیاسی ګوندونو خلک ښې خاطرې نه لری، ځکه دلته سیاسی ګوندونه څنګه چې د ګوندونو د روح اصلی غوښتنه ده، فعالیت نه کوی او رامنځته شوی نه دی.

افغانستان کې د سیاسی ګوندونو د زیاتوالی، د ښه رهبرۍ او ژمنتیا نه شتون او د نورو کړیو او هېوادونو د اغېز له امله یې اهمیت کم، هیواد ته په زیان او خلکو ته یې ارزښت نشته، خو دا په ټوله کې داسې نه ده چې ګواکی سیاسی ګوندونه دومره زیان لرونکی دی.

مثلاً د امریکا متحده ایالاتو کې دوه ګوندی سیاسی سیستم دی چې له جمهوریت غوښتونکو او ډیموکراټانو عبارت دی. له ۱۹۸۲م کال راهېسې دغو دواړو ګوندونو له یو بل سره انتخاباتی سیالۍ کړی دی، په دې لړ کې کله ډیموکراټانو واک ترلاسه کړی، حکومت یې کړی او کله هم جمهوریت غوښتونکو.

ددې دوو مشخصو سترو ګوندونو له رښتینو مبارزو او امریکانو ته کار له امله هر یو ځانګړی محبوبیت لری، چې بلاخره د امریکا لپاره د پیاوړتیا سبب شوی.

خو ددې سربیره چې د سیاسی ګوندېزو مبارزو له لورې د حکومت د ترلاسه کولو او پرمخ بیولو لپاره د افرادو ترمنځ سیالۍ کول، یوه ستره نظریه او فکر دی، خو بیا هم زیات خلک په دې باور دی چې سیاسی ګوندونه یا حزبونه د ټولنې لپاره په زیان دی.

دلته یې ځینی ګټې او تاوانونه په ګوته شوی:

۱- د حکومت د سټه (تنه) جوړول

 د سیاسی ګوندونو یوه غټه ګټه دا ده چې یو نظم، کړنلاره او امر کولو مرجع جوړوی چې عبارت ده د حکومت له بنیاد او تنې څخه.

ځکه په ټولنه کې یوه حاکمه او امر کوونکې مرجع لرل د یوه باثباته او کنټرول شوی چاپیریال لپاره ډیره مهمه برخه ده، تر څو هر څوک په کې ژوند وکولی شی.

همدا راز له حکومت پرته دا مشکله ده چې موږ دې ښاروالی، پاکې اوبه او حتا بریښنا ولرو، له حکومت بغیر به هیڅکله نه مشر، نه نظامی سکتور او نه یو منظم چوکاټ ولرو چې تر څو د خپل قلمرو ساتنه خو وکړو! نو پر همدې اساس د حکومت رامنځته کېدل د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره خورا ضروری دی، چې دا حکومت د ګوندونو له لورې جوړیږی.

۲- د بدلون راوستل

د سیاسی ګوندونو د موجودیت بله ستره ګټه دا ده چې خلکو ته دا چانس ورکوی څو دوی په بیلابیلو ډلو کې شامل شی او دا احساس کړی چې دوی د خپل هیواد په اداره کولو او چارو کې ونډه لری او لرلی یې شی.

ددې ترڅنګ د بې شمیره خلکو له هره پلوه سمبالښت او پالنه، د خلکو له لورې د هغوی په خوښه بدلونونو راوستل او د هغوی او کورنیو پر ژوند یې مثبت اغېز هله کېدای شی چې یو حکومت شتون ولری او دا (د خلکو په خوښه حکومت) له ګوندونو جوړیږی، ځکه خلک په ګوندونو کې شامل وی.

همداراز د سیاسی ګوندونو د موجودیت پرمهال ټاکنې کېږی، ټاکنو کې خلکو ته چانس ورکول کیږی چې د خپل فکر سره سم داسې نوماندانو ته رایه ورکړی، چې د هغوی په نظر ګټور وی، څو یې په ژوند کې لا ښه والی راولی.

خو سیاسی ګوندونه زیانونه هم لری؛ لکه د نابرابرۍ شتون:

د ډیرو سیاسی ګوندونو لرلو ستر زیان دا دی چې مساوات یا برابری په کې نه وی، که په یوه هیواد کې ۵ سیاسی ګوندونه وی، هلته یوازې ۲ یا حد اکثره ۳ ګوندونه ممکن ډیر پلویان ولری او واک به ترلاسه کړی، خو دا به پر هغو رایه ورکوونکو، هېوادوالو او خلک بد اغېز وکړی، چې هغوی د کوچنیو یا کم شهرت او نفوذ لرونکو ګوندونو ملاتړ کوی.

کله چې کوچنی ګوندونه ډیرې رایې نه ګټی، په واک کې د ګډون چانس هم له لاسه ورکوی، کېدای شی دا ډول حالات له واکه پاتې ګوندونو او پلویانو غبرګونونه راوپاروی، ممکن دا غبرګونونه زیان اړوونکی وی.

له بله پلوه ډیر خلک دا فکر کوی چې یوازې یو سیاسی ګوند حق نه لری چې هغوی دې عمومی پرېکړې ترسره کړی، دا تر یوه ځایه حقیقت لری، ځکه کېدای شی اکثریت اوسېدونکی د یوه ګوند هغه تصامیم رد کړی چې ترسره کوی یې، نو پر همدا اساس به د خلکو یوه لویه برخه یا نیمایی نفوس د پریکړو او تصمامیو په کولو کې هیڅ نه شی ویلی، ځکه واک کې یې نشته.

اړوند مطالب


سیاسی ګوندونه او ګوندی نظامونه کتاب چاپ شو


سیاسی ګوندونه، ګټې او زیانونه/ صبغت الله عاطف


ولې ولسمشر سیاسی ګوندونه ځپی؟! / ع، ابراهیمی


سیاسی ګوندونه که پوځی تنظیمونه؟

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=2388

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *